ولسمشر اردوغان : تورکیه د تل په څیر نن هم د خپل ملت او دولت سره یو ځای د فلسطین ترڅنګ ولاړ دی
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه لکه د تاریخ د اوږدو په څیر، نن هم د خپل دولت او ملت سره یو ځای د خپلو فلسطیني وروڼو ترڅنګ ولاړه ده.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه لکه د تاریخ د اوږدو په څیر، نن هم د خپل دولت او ملت سره یو ځای د خپلو فلسطیني وروڼو ترڅنګ ولاړه ده.
ولسمشر اردوغان د نوامبر ۲۹ د فلسطین د خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت پيغام خپور کړ. ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې " تورکیه لکه د تاریخ د اوږدو په څیر، نن هم د خپل دولت او ملت سره یو ځای د خپلو فلسطیني وروڼو ترڅنګ ولاړه ده "
" د غزې له وروڼو سره زموږ بشري مرستې دوام لري. تر اوسه موږ ۱۲ الوتکې او ۱ کښتۍ مرستې د مصر د العریش ښار ته استولې دي. زموږ دویمه په مرستو بار کښتۍ چې ۱۵۰۰ ټنه بشري مرستې لیږدوي د العریش بندر پر لورې حرکت کړی دی. موږ د غزې نه ټپیان او په ځانګړې توګه د سرطان ناروغان او ماشومان د درملنې په موخه تورکیې ته راانتقالوو او دلته ورته درملنه کوو. په غزه کې د ساحوي روغتونونو لپاره د ځای ټاکلو مطالعات ترسره کیږي. د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره او اوربند دایمي کولو په خاطر هلې ځلې کوو. انشاالله چې ددینه وروسته به هم زموږ هلې ځلې او اقدامات په څو اړخیزه توګه دوام وکړي."