د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټيلیفوني خبرو کې د تورکیې او اذربایجان پر اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وشوې.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/32f0/208c/e277/63636210f0250.jpg?time=1718353378)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټيلیفوني خبرو کې د تورکیې او اذربایجان پر اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وشوې.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د بهیر د مثبت پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې تورکیه دا بهیر له نږدې تعقیبوي.
اردوغان ټینګار وکړ چې په سیمه کې عادلانه او تلپاتې سوله به د اذربایجان، ارمنستان او د سیمې د نورو هیوادونو لپاره نوی فضا رامنځته کړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718353378)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
![ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/bc5c/3dc3/85fe/666961b66915c.jpg?time=1718353378)
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.