ولسمشر اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علي یف سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د اذربایجان د ولسمشر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی وو لیدنه وکړه

2151343
ولسمشر اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علي یف سره لیدنه وکړه.

 ولسمشر اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علي یف سره لیدنه وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف سره په لیدنه  کې په غزه کې د اسرائیلو د قتل عام، له نیواک څخه د آذربایجان د آزاد شویو ځمکو د جوړولو په چارو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو د دفتر  له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې اردوغان او علی یف پرون په پلازمینه انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې سره وکتل.

ولسمشر اردوغان  پدې لیدنه کې  وویل چې  تورکیه  د ارمنستان  د نیواک نه  د ازادو شوو اذربایجان په خاوره کې  د ساختماني او بیارغونې  د فعالیتونو په ستاینه سره  د قره باغ نه  د روسیې د سوله ساتو ځواکونو د وتلو بهیر د نږدې نه  تعقیبوي.

اردوغان په دې باندې په ټينګار سره چې په فلسطيني سيمو په تیره بيا په غزه کې د اسرائيلو نسل وژنې عملونه دوام لري او په دغو جنايتونو سره اسرائيل نه يوازې د سيمې امنيت بلکې نړيوال امنيت هم له ګواښ سره مخامخ کوي، وويل دايمي حل لاره د ختيځ بيت المقدس د پلازمینې په توګه د فلسطيني دولت جوړول دي. او د دې لپاره، د نړیوالې ټولنې لخوا پر اسرائیلو فشار راوستو ته اړتیا ده.

ولسمشر اردوغان  د اذربایجان په ملي شورا کې  د شمالي قبرس تورکي جمهوریت سره  د بین الپارلماني دوستۍ ډلې  د جوړولو پریکړه  د خوښۍ  په څرګندولو سره  وویل چې  د تورکي دولتونو د سازمان په سرمشریزه کې  د شمالي قبرس تورکي جمهوریت   د ولسمشر  ایرسین تاتار  بلنه  ورکول چې د جولای په میاشت کې په شوشا کې جوړیږي  د قبرس پر حق دعوا  ته ځواک او طاقت ورکوي.

اردوغان په اذربایجان کې جوړیدونکي د اقلیم په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له علی یف د بلنې څخه د مننې په څرګندولو سره وویل چې تورکیه به د چمتووالي په بهیر کې هر ډول مرستې وکړي.

اردوغان وویل چې په دې سرمشریزه کې د هغه د میرمنې آمنې اردوغان تر نظارت لاندې روانې  د "صفر ضایع پروژې" په چوکاټ کې یو زیات شمیر مهم فعالیتونه ترسره شي.



اړوند خبرونه