د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه

هاکان فیدان چې د بریکس په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی  ، د کرملین په ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا حضور ته ومنل شو.

2151944
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه اړیکې په فوق العاده توګه ښې روانې دي.

هاکان فیدان چې د بریکس په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی  ، د کرملین په ماڼۍ کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا حضور ته ومنل شو.

فیدان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې هغه ته د تورکیې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان سلامونه وړاندې کړل او وویل چې  د دواړو هیوادونو اړیکې په هره برخه کې په فوق العاده توګه ښې پرمخ روانې دي. د سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو د لا ودې په موخه یو زیات شمیر ګامونه شتون لري چې باید اوچت شي.

فیدان وویل، "موږ هوډ لرو چې د اوکراین په مسله کې د منځګړیتوب هر ډول ممکنه فعالیتونو ته دوام ورکړو. موږ د سوریې په اړه د دواړو مشرانو (اردوغان او پوتین) د ثبات پالیسي ته د دوام ورکولو لپاره پوره هڅه کوو."

د روسیې ولسمشر پوتین وویل، موږ له تورکیې سره د اړیکو د پراختیا هرکلی کوو، ټول پرمختګونه زما د دوست ولسمشر اردوغان په مشرۍ ترسره کیږي.

پوتین وویل چې دوی د بریکس د چارو په اړه  د تورکیې د لیوالتیا هرکلی کوي.

هغه وویل: "موږ به په یقیني توګه د دې اتحادیې هیوادونو سره په هره لاره کې د یوځای کیدو غوښتنې ملاتړ وکړو."



اړوند خبرونه