د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.

د نړۍ  د  اوو  پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو  (G7)  سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.

2152851
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.

د نړۍ  د  اوو  پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو  (G7)  سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.

د G7 هیوادونو مشرانو په سرمشریزه کې په غزه کې د اسرائیلو د قتل عام، د روسیې او اوکراین د جګړې له امله د نړیوالو مسلو او د اقتصادي همکاریو مسایل او د انرژۍ او خوراکي توکو د نړیوالې برخې پر ستونزو خبرې وکړې. همداشان د دوامدار پرمختګ او اقتصادي همکاریو مسایل هم د اجنډا په سر کې ځای لري.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن په دې سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.

د جي ۷ د مشرانو سرمشریزې ته د ولسمشر اردوغان د وینا  لویه برخه به د غزې په اړه وي.

ولسمشر اردوغان به په غزه کې د دایمي اوربند د تامین په خاطر د تورکیې لخوا د ډیپلوماسۍ او بشردوستانه مرستو په اړه خبرې وکړي او پدې به ټینګار وکړي چې  نړۍ د ۸ میاشتو راهیسې په غزه کې د اسرائیلو لخوا  د  روان  قتل عام په اړه چوپه خوله پاتې ده.



اړوند خبرونه