ترکش ایرلاین د ۳ کلن ځنډ نه وروسته  افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې.

د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د ۳ کلن ځنډ نه وروسته  افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې.

2142189
ترکش ایرلاین د ۳ کلن ځنډ نه وروسته  افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې.

د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاین د ۳ کلن ځنډ نه وروسته  افغانستان ته خپلې الوتنې له سره پیل کړې. د ویلو ده چې ترکش ایرلاین  د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یې په افغانستان کې د رژیم  د بدلون له امله دې هیواد ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.

له نږدې درې کلونو وروسته د ترکش ایرلاین  لومړۍ الوتکه د کابل په نړیوال هوايي ډګر ته راښکته شوه.

دغې الوتکې ته په کابل کې د تورکیې د سفارت د چارواکو، په افغانستان کې د تورکي بنسټونو د استازو او د افغانستان د موقت حکومت د چارواکو له خوا تود هرکلی وشو.

ترکش ایرلاین  د استانبول – کابل الوتنې به په اونۍ کې څلور ځله د سه شنبې، چهارشنبه، جمعې او یکشنبې په ورځو کې ترسره کیږي.

په دغو مراسمو کې په کابل کې د تورکیې د سفارت شارژدافیر او د ماموریت مشر جینک اونال په خپلو خبرو کې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې د متقابل باور او همکارۍ پربنسټ د هرې ورځې په تیرېدو سره پیاوړې کیږي.

هغه وویل، د ترکش ایرلاین د الوتنو پیل د دې باور روښانه نښه ده.

افغان چارواکو په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، خوښ دي چې ترکش ایرلاین افغانستان ته الوتنې پیل کړې . هغوې د ترکش ایرلاین او تورکیې څخه یې مننه وکړه.

د کابل نړیوال هوايي ډګر رئیس عبدالهادي محمدي هم وویل، چې افغانستان ته د ترکش ایرلاین  د الوتنو پیلول د دې ښکارندویي کوي چې په هیواد کې امنیت تامین شوی او دا کار به د نورو نړیوالو هوايي شرکتونو لپاره یوه بیلګه وګرځي.

ترکش ایرلاین د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د حکومت د بدلون پر مهال د پیښو له امله، د ګڼو هوايي شرکتونو په څیر، دې هیواد ته خپلې الوتنې بندې کړې.



اړوند خبرونه