د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان روسیې ته لاړ.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د BRICS په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ
![د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان روسیې ته لاړ.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6c0a/43ad/6085/6663debb7cf03.jpg?time=1722042720)
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان روسیې ته لاړ.
وزیر فیدان به روسیې ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف او نورو چارواکو سره وګوري او د BRICS+ په غونډه کې به برخه واخلي چې د جون په ۱۱ نیټه ترسره کیږي.
د غونډې په ترڅ کې به د غزې په وروستیو پرمختګونو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په ځانګړې توګه د اوکراین، سوریې، لیبیا او جنوبي قفقاز په اړه خبرې وشي.
وزیر فیدان به د سوله ایزو لارو څخه په سیمه کې روانې جګړې د هر څه ژر د پایته رسولو په اړه د تورکیې توقعات تکرار کړي او دا پیغام به ورکړي چې په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دی.
د BRICS ډله چې د ۲۰۰۶ کال د جون په میاشت کې د روسیې د سینټ پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د برازیل، روسیې، هند او چین په یوځای کیدو سره رامینځته شوه ، په ۲۰۱۰ کال کې بیا د سویلي افریقا او ۲۰۲۴ کال کې بیا د مصر، ایتوپيا، ایران او متحده عربي اماراتو په ګډون سره په یو نړۍوال جوړښت بدل شو.
BRICS، چې د ۳۰ نورو هیوادونو یوځای کیدو ته چمتو دی، په نړیوال اقتصاد کې مهم موقعیت لري او د نړۍ په نظم کې د بدیل اتحاد په لور روان دی.