تورکیې د چورلکې د سقوط په پیښه کې د ایران د ولسمشر د مرګ له امله یو ورځ ملي ماتم اعلان کړ

تورکیې د چورلکې د سقوط په پیښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د مرګ له امله یوه ورځ د ملي ماتم د اعلانولو پریکړه وکړه.

2141958
تورکیې د چورلکې د سقوط په پیښه کې د ایران د ولسمشر  د مرګ له امله یو  ورځ ملي ماتم اعلان کړ

تورکیې د چورلکې د سقوط په پیښه کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د مرګ له امله یوه ورځ د ملي ماتم د اعلانولو پریکړه وکړه.

دا خبره ولسمشر اردوغان تیره شپه د کابینې د غونډې نه وروسته وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د کابینې په غونډه کې مو د چورلکې د سقوط په پیښه کې د وژل شوي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په خاطر یوه ورځ په تورکیه کې د ملي ماتم اعلانولو پریکړه وکړه.

ولسمشر اردوغان  وویل چې د کابینې د غونډې په جریان کې  د ایران له سرپرست ولسمشر محمد مخبر سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د خواخوږۍ او تسلیت مراتب مو وړاندې کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې "ایران زموږ سرحدی ګاونډی دی او د ایران خلک زموږ وروڼه دي. موږ له پیړیو راهیسې په ورته جغرافیه کې شریک ژوند کوو او د سولې په برخه کې په ګډه سره کار کوو.

موږ په مختلفو برخو کې څو اړخیزه همکاري لرو، له سوداګرۍ څخه تر انرژۍ، ترانسپورت څخه  تر سیاحت، له امنیت څخه نیولې تر ترورېزم  پر خلاف د مبارزې پورې . د فلسطین د مسئلې په برخه کې  د ایران د قوي ملاتړ ستاینه کوو. موږ د آستانې له پروسې راهیسې له ایران سره نږدې خبرې اترې کوو. پر ایران په لګول شوو یو پلوو بندیزونو او تحریمونو کې مو هیڅکله ګډون ندی کړی  او په دې توګه  مو د خپل ګاونډيتوب حقوق پر ځای کړي دي.

د ایران مرحوم ولسمشر ابراهیم رئیسي د جنوري په ۲۴ مه نيټه انقرې ته راغلی وو او ددې سفر په جریان کې د تورکیې او ایران ترمنځه د لسو تړونونو د لاسلیکولو سره زمونږ ترمنځه اړیکې لا پسې قوي او پياوړې شوي دي. تورکیې تر ننه پورې تل د خپلو ایراني ورونو نه قوي ملاتړ کړی او هر کله د هغوې په سخته ورځ کې  د هغوې ترڅنګ دریدلی دی. د ایران د ولسمشر د چورلکې  د غورځیدو نه وروسته ایراني مقاماتو سره مو تماس ونیو او هر ډول مرستې ته مو چمتووالی وښود.

وروسته مونږ د ایران د غوښتنې له مخې سیمې ته بې پیلوته الوتکې او د شپې لید د ځانګړتیا نه برښمندې چورلکې ولیږلې. زمونږ د اقنجي په نامه بې پیلوټه الوتکې د مرحوم رئیسي لویدلې چورلکه تثبت کړه او ایراني مقاماتو سره مو خپل معلومات شریک کړل.  "همداشان مونږ د خپلو ایراني ورونو سره  د غمشریکۍ په موخه په هیواد کې یوه ورځ د ملي ماتم اعلانولو پریکړه وکړه."



اړوند خبرونه