ولسمشر اردوغان په افغانستان کې د سیلابونو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په خاطر خواخوږي وښوده

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د رامنځته شوې ځاني او مالي زیانونو له امله خواشیني څرګنده کړه او یو ځل بیا يي د افغانستان خلکو ته  د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

2141954

ولسمشر اردوغان تیره شپه د کابینې د غونډې نه وروسته د خپلې وینا په یوې برخه کې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په نتیجه کې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو نه یادونه وکړه افغان ملت سره يي خپله خواخوږي څرګنده کړه. اردوغان وویل چې د سیلابونو نه وروسته  په لومړي سر کې له افغان ولس سره د پیوستون د ښودلو په موخه له مرستندویه موادو ډکه یوه کارګو الوتکه افغانستان ته ولیږله.

اردوغان وویل چې د تیرې  جمعې په ورځ ټولټال ۲۴ ټنه مرستندویه توکي د مزار شریف هوايي ډګر ته ورسیدل او لاندې معلومات یې ورکړل:

"اوس موږ سیمې ته د ۴۳ واګونونو نه جوړ  په بشري مرستو بار یو مرستندویه اورګاډی لیږو. د تورکیې د ناورین او بیړنيو حالاتو ادارې تر مشرۍ لاندې افغانستان ته زمونږ شلم د ښیګڼې ریل ګاډی حرکت کوي.  د اورګاډي د بارولو لړۍ پرون بشپړه شوه، د ګمرکي چارو د پایته رسیدو نه وروسته به انشاالله چې د افغانستان پر لورې حرکت وکړي.

ولسمشر اردوغان د تورکیې د ټولو هغه مرستندویه ادارو ، بڼسټونو او رضاکارانو  نه چې ددې مرستو په چمتو کولو کې برخه اخیستې ده د زړه له کومې مننه وکړه .

ولسمشر اردوغان وویل چې د دوست او ورور هیواد افغانستان سره به زمونږ مرستې دوام وکړي.

اړوند خبرونه