د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د امینت په شورا نیوکه وکړه
د تورکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان او د اسلامي همکاريو د سازمان او عربي ټولنې له خوا د تماس د ډلې د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له مشر وانګ يي او ملګروملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتریش سره ولیدل.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، هاکان فیدان نیویارک ته تللی ترڅو د اسرائیل او فلسطین شخړې بندولو او دایمي سولې تضمین لپاره تماسونه ونیسي.
فیدان د تماس د ډلې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یوځای، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دورې مشر وانګ سره چې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم دی او د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزیر فیدان د ملګروملتونو د امینت شورا لخوا د غزې په اړه په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې هم ګډون وکړ.
فیدان دلته په خپله وینا کې د امنیت په شورا د غزې د ستونزې په حل کې د پاتې راتلو له امله نیوکې وکړې. هغه وویل چې امنیت شورا چې دنده يي د سولې او ټینکاو رامنځته کول دي ، په غزه کې ناکامه شوې ده .