د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بالکان هیوادونو ته د خپل سفر وروستی تمځای کروشیا ته ورسید.

ولسمشر اردوغان په کروشیا کې په خپلو لیدونو کتنو پيل وکړ

1877494
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بالکان هیوادونو ته د خپل سفر وروستی تمځای کروشیا ته ورسید.
Erdogan-Zoran Milanovic1.jpg
Erdogan-Zoran Milanovic.jpg

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بالکان هیوادونو ته د خپل سفر وروستی تمځای کروشیا ته ورسید.

د ولسمشر اردوغان نه د کروشیا د ولسمشر زوران میلانوویچ لخوا په پلازمینه زغرب کې د یو لړ ځانګرو رسمي مراسمو په ترڅ کې تود هرکلی وشو.

اردوغان او میلانوویچ  د هر کلي د مراسمو نه وروسته دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته يي د دواړو هیوادونو د هیئتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان ددې لیدنې نه وروسته د کوربه ولسمشر سره یو ځای په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې د شپږو کلونو وروسته کروشیا ته سفر کوي. د کروشیا د ولسمشر زوران میلانوویچ نه د هغه ددې بلنې له امله مننه کوم.

تورکیه او کروشیا سږ کال د ډیپلوماتیکو اړیکو ۳۰ مه کلیزه لمانځي. د همدې امله مونږ د وزیرانو، پارلمان وکیلانو، پانګه والو او سوداګرو په ګډون د یو ډیر ستر هیئت په ملتیا دا سفر ترسره کوو چې دا پخپله ددې سفر اهمیت په ډاګه کوي.

تورکیه او کروشیا ژورې تاریخي او کولتوري اړیکې لري. سره ددې چې ګډې پولې نلري خو یو بل ته د ګاونډي او نږدې دوست په سترګه ګوري.

تورکیې د کروشیا سره ددې پياوړې دوستۍ حق تل اداء کړې ده . د ویلو ده چې په تیرو کلونو کې په کروشیا کې د زلزلې د فلاکت د رامنځته کیدو نه وروسته تورکیه لومړنی هیواد وو چې ددې هیواد مرستې ته ودنګل. کروشیا هم تیر کال په تورکیه کې په ځنګلونو کې د اورلیګدنې پرمهال یو د اور وژنې الوتکه رالیږلې وه او همغږي يي ښودلې وه. په ننۍ لیدنه کې مو په ډیره هر اړخیزه توګه په ټولو مسایلو خبرې وکړې.

همداشان د تورکیې او کروشیا ترمنځه درې تړونونه هم لاسلیک شول.

په سیمه کې مو د روانو پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې. د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې په ټولو ابعادو مو خبرې وکړې.

ددې سربیره د اکتوبر په دویمه نیټه په بوسنیا او هرزګوینا کې په ترسره کیدونکو ټاکنو مو هم خبرې وکړې.

زمونږ ترمنځه سوداګریز حجم تیر کال ۹۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیدلی دی. او سږ کال دا رقم نور هم لوړیږي. داسې ښکاري چې سږ کال دا رقم د یو میلیار ډالرو نه واوړي.

همداشان په راتلونکو کلونو کې به دا رقم دوه او بیا پنځه میلیاردو ډالرو ته لوړ کړو.

په کروشیا کې د تورکي شرکتونو پانګه اچونه د اړیکو د پياوړتیا په برخه کې یو مهم ګام دی.

د کروشیا ډیر سترې سترې د بیا روغونې پروژې تورکي شرکتونو په غاړه اخیستي دي. ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ودانۍ چې په زلزله کې زیانمه شوې وه د تورکي شرکتونو لخوا رغول کیږي.

تورکیه د سیمې د یو هیواد په توګه په بالکان کې ټول پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي او د سیمې د سولې او سوکالۍ په برخه کې مرستې ته دوام ورکوي.

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د کروشیا د ښې او تودۍ میلمه پالنۍ نه مننه وکړه.   

ولسمشر اردوغان به په سیساک کې د اسلامي کلتوري مرکز پرانیسته هم  وکړي د کروشیا د لومړي وزیر اندرې پلینکوویچ به هم حضور ته ومني.

اردوغان به د توركيې- كروشيا د سوداګرۍ په فورم  کې د ګډون نه وروسته د ولسمشر ميلانوويچ لخوا د ده په وياړ په جوړه شوې رسمي مېلمستيا كې هم ګډون وكړي.

ولسمشر اردوغان به په کروشیا کې د خپلو لیدونو کتنو نه وروسته هیواد ته راستون شي.



اړوند خبرونه