ولسمشر اردوغان په انقره کې د رومانیا له لومړي وزیر سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی په رومانیا کې میشت تورکي او ترک تاتار ټولنې ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ د پل په سترګه ګوري.

2142753
ولسمشر اردوغان په انقره کې د رومانیا له لومړي وزیر سره لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی په رومانیا کې میشت تورکي او ترک تاتار ټولنې ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ د پل په سترګه ګوري.

ولسمشر اردوغان  د رومانیا  د لومړي وزیر  مارسیل سیولاکو  سره  چې  د رسمي سفر په ترڅ کې  پلازمینې  انقرې ته راغلی دی  په ګډه خبري غونډه کې  خبرې وکړې.

اردوغان وویل چې له رومانیا سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم په پرله پسې دوو کلونو کې له ۱۰ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او هدف ۱۵ میلیارده ډالره دی. دا رقم به ۱۵ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړو.

اردوغان په دې خبرې سره چې له رومانیا سره په دوه اړخیزه کچه او د ناټو تر چتر لاندې د ګډو فعالیتونو په ترسره کولو سره د سیمې په امنیت او ثبات کې مرسته کوي، وویل، موږ د پ ک ک او فتو ترهګریزو سازمانونو پر پر خلاف د مبارزې په برخه کې  د رومانیا له لومړي وزیر سره خپل توقعات شریک کړل.

اردوغان څرګنده كړه چې په رومانيا كې میشت تورکي او د ترك – تاتار ټولنې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ د پل حیثیت لري.

"موږ خوښ یو چې زموږ هیوادوال د رومانیا له ټولنې سره په همغږۍ کې ژوند کوي. موږ د رومانیایی چارواکو څخه مننه کوو چې دا یې ممکنه کړې. زه غواړم له دې فرصت څخه په استفادې اعلان وکړم چې موږ هغه مقررات پلي کړي چې د رومانیا اتباعو ته به اجازه ورکړي چې  د پاسپورت پرته د پیژند پاڼې سره زموږ هیواد ته سفر وکړي. موږ باور لرو چې زموږ انساني اړیکې به په دې توګه لا پیاوړې شي."

د رومانیا لومړي وزیر مارسیل سیولاکو په دې خبري کنفرانس کې په خپله وینا کې وویل، موږ کولای شو ووایو چې تورکیه له اروپايي اتحادیې بهر زموږ اصلي اقتصادي شریک دی، په ناټو کې زموږ یو مهم متحد، ستراتیژیک سیمه ییز شریک، ښه ګاونډی دی. او یو ملګری دی."

په همدې حال کې ولسمشر اردوغان او د دغه هیواد لومړي وزیر د رومانیا د ستراتیژیکو همکاریو د لوړې کچې د شورا په لومړۍ غونډه کې د ګډون نه وروسته د خبري غونډې نه مخکې د دوه اړخیزو لیدنو کتنو په ترڅ کې ګډون وکړ. 

ورپسې د ولسمشر اردوغان او د رومانیا د لومړي وزیر سیولاکو په حضور کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ۶ تفاهم لیکونه لاسلیک شول.



اړوند خبرونه