د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون د ولسمشر اردوغان په بلنه ترکیې ته راغی
د الجزایر د ولسی دموکراتیک جمهوریت ولسمشر عبدالمجید تبون پرون ماښام د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه ترکیې ته راغی.
1827207
د الجزایر د ولسی دموکراتیک جمهوریت ولسمشر عبدالمجید تبون پرون ماښام د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه ترکیې ته راغی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه پرون ماښام ترکیې ته راغلی.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د میلمه ولسمشر تبون د ترکیې او الجزایر ترمنځه د لوړې کچې د همکارۍ شورا لومړۍ غونډه کې چې پرون د مې ۱۵ مه د ولسمشر اردوغان او هغه په مشرۍ د ترکیې په پلازمینه انقره کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
همداشان د ولسمشر مرستیال فوات اوکتای او تبون نن په استانبول کې د ترکیې – الجزایر د سوداګرۍ او پانګونې د غونډې مشري وکړي.