ولسمشر اردوغان د نړۍ د پنځو هیوادونو د مشرانو سره د اوکراین د مسئلې په اړه ټيلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین او روسیې ترمنځه د روانې جګړې د ختمولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین او روسیې ترمنځه د روانې جګړې د ختمولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي.
ولسمشر اردوغان د نړۍ د پنځو هیوادونو د مشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمرش اردوغان د جرمني د لومړي وزیر ، بلغاریا، فنلډ، قزاقستان او صربستان د ولسمشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د نړۍ د پنځو هیوادونو د مشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ددې ټیلیفوني خبرو اصلي موضوع د اوکراین روان بحران وو.
ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړي وزیر اولف شولز سره په لیدنه کې په اوکراین کې د روانې جګړې د پایته رسولو په موخه د هلو ځلو په اړه خبرې وکړې. دواړو مشرانو په دوه اړخیزه اړیکو او همکاریو د لا پیاوړی کولو پر اهمیت هم خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان وروسته د صربستان د ولسمشر الکساندر وویچ سره ټیلیفوني خبرې وکړې. هغه ته يي په ټاکنو کې د بري او له سره د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د صربستان د ولسمشر سره هم په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې په ټولو اړخو خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه ددې جګړې د ختمولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې د ټولو امکاناتو نه کار اخلي. ځکه چې دې جګړې د سیمې امنیت ته هم ګواښ مخامخ کړی دی.
ولسمشر اردوغان د فنلډ ولسمشر سایولي نینیسته سره د اوکراین د مسئلې په اړه خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې په اوکراین کې هر څه ژر باید اوربند او د ملکي وګړو تخلیې ته زمینه برابره شي. پدې اړه هڅو ته دوام ورکو.
همداشان ولسمشر اردوغان د بلغاریا د ولسمشر رومن رادف سره په سیمې د اوکراین او روسیې د جګړې پر منفي اغیزو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د قزاقستان د ولسمشر قاشم جومرت توقایف سره هم په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین په روان بحران، منفي اغیزو او ددې جګړې د ختمولو په اړه په هلو ځلو خبرې وکړې.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.