ولسمشر اردوغان : موږ د خپلو فلسطیني وروڼو په وړاندې مسؤولیت لرو،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې "موږ د خپلو فلسطیني وروڼو په وړاندې مسؤولیت لرو، چې له ۷۶ کلونو راهیسې خپلو کورونو او وطن ته د ستنیدو هیله لري."

2143347

ولسمشر اردوغان  تیره شپه  د مهربانۍ  د اوومې  نړیوالې جایزې  په مراسمو کې  وینا وکړه.

اردوغان په خپله وینا کې پر غزې د اسرائیلو بریدونو ته پراخ ځای ورکړ.

"موږ د خپلو فلسطيني وروڼو په وړاندې مسؤوليت لرو، چې له  تیرو ٧٦ کلونو راهيسې (د اسرائيلو له جوړېدو راهيسې) خپلو کورونو او وطن ته د ستنیدو خوبونه ويني. موږ يې له پامه نه غورځوو او نه به يي هم کله  له پامه غورځوو."

اردوغان څرګنده كړه چې تر څو چې لوېديځ قدرتونه د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو تر شا ولاړ وي، په فلسطين كې د قتل عام مخه نه شي نيولاى کیدای.

"دوی په تیرو ۲۲۹ ورځو کې غزه ، چې دمخه د بندیزونو  له امله یو سر خلاص زندان وو ، د ماشومانو په لوی قبرستان بدل شوی. هیڅوک باید زموږ پد ذهنونو سره د  مسخره کولو هڅه ونکړي. هغه وويل " هغه څوک چې اسرائیلو سره لوژستیکي مرستې برابروي په غزه کې د وينې تويولو په برخه کې لږ تر لږه د  د نيواکګرو په اندازه مسؤوليت لري."

ولسمشر اردوغان وویل که چیرې د صهیونیسټي رژیم توطیې دوام وکړي زه په ښکاره وایم چې نړۍ د نویو شخړو په درشل کې ده.

اړوند خبرونه