د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.

د تورکیې د  سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.

2143370

وزیر بولات په دې خبرې سره چې د ویزې د ستونزو د حل لپاره له اروپايي اتحادیې سره په همغږۍ هڅې روانې دي، ټینګار وکړ چې د ګمرکونو د ټولنې عصري کول هم مهم دي.

د اروپايي کمیسیون د رئیس ښاغلي وان دیر لاین د څرګندونو له مخې: «تیر کال زموږ د اتباعو د سوداګرۍ، سیاحت، ښوونې او روزنې، علمي، فرهنګي او هنري مطالعاتو لپاره د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته د ویزو په غوښتنلیکونو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.» د اروپايي اتحادیې کمیسیون غړو هیوادونو ته د تورکیې د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی "هغه باید د بشري سرچینو او تجهیزاتو په برخه کې د خپلو سفارتونو او قونسلګریو ظرفیت لوړ کړي."

وزیر بولات وویل چې اروپايي ټولنه غواړي له تورکیې سره سوداګري زیاته کړي.

"تورکیه په نړۍ کې د اروپایي اتحادیې پنځم لوی سوداګریز شریک دی، چې ټولټال دوه اړخیزه سوداګري ۲۱۱ میلیارد ډالره ده. زموږ لپاره، هم اروپايي ټولنه  ترټولو لوی سوداګریز شریک دی چې په صادراتو کې ۴۱ سلنه ونډه لري. لکه څنګه چې زموږ په سوداګرۍ کې واردات او صادرات متوازن دي. موږ هڅه کوو چې دا نور هم زیات کړو. "که څه هم تیر کال نړیواله سوداګري کمه شوې، خو له اروپايي ټولنې سره زموږ په سوداګرۍ کې یو څه زیاتوالی راغلی."

د سوداګرۍ وزیر وویل چې دوی به راتلونکې اونۍ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کمیسیون له مرستیال سره وګوري.

اړوند خبرونه