ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
2188733
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټيلیفوني خبرو کې ولسمشر اردوغان په لبنان کې د پروني برید په اړه خواشیني څرګنده کړه او په برید کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
ولسمشر اردوغان دا هم وویل چې سیمې ته د شخړو د غځولو لپاره د اسرائیلو هڅې ډیرې خطرناکې دي او دا چې د اسرائیلو د تیریو د مخنیوي هڅې به دوام وکړي.
ولسمشر اردوغان د لبنان لومړي وزیر او ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.