د عراق په شمال کې د تورکیې یو تن سرتیری په شهادت ورسید
د عراق په شمال کې د پنجې – چابي د عملیاتو په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د غړیو د لاسي بم په برید کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید.
د عراق په شمال کې د پنجې – چابي د عملیاتو په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د غړیو د لاسي بم په برید کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید.
د تورکیې ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،
"د پنجې – چابي عملیاتو په سیمه کې، د ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې په ۲۲ مه نیټه ، زموږ د پیاده ځواکونو اتل سرتیري ویدات زوربا، د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا مخکې له مخکې ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پایله کې سخت ټپي شو.
نوموړی روغتون ته ولیږدول شو او له ټولو مداخلو سره سره ونه توانید چې وژغورل شي او په شهادت ورسید. " مونږ پدې پیښه کې چې ډیر زیات يي خواشیني کړي یو خپل اتل سرتیري ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او د هغه غمجنې کورنۍ، د تورکیې وسله والو ځواکونو او زموږ شریف ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو." ویل
د ولسمشر مرستیال جودت یلماز او د ملي دفاع وزیر یاشر ګولر هم د شهید شوي سرتیري لپاره د تسلیت پیغام خپور کړ.