د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر د افغانستان د دفاع وزیر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1683064
د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر د افغانستان د دفاع وزیر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار نن د افغانستان د ملي‌ دفاع وزیر بسم الله محمدي‌ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي‌ مسئلو او د کابل د حامد کرزي‌ نړۍوال هوايي ډګر د امنیت په مسئلو خبرې او تبادل د نظر وشو.

پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار خپل افغان سیال ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیې او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې تل د ډیرو ستونزو او ناخوالو په مقابل کې په ګډه هماهنګي‌ او همغږي‌ ښودلې ده .

ترکیه د اوږدې مودې راهیسې د خپلو افغان ورورنو د سولې، ثبات، امنیت او استقرار د ټینګښت په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي. لکه څرنګه چې د ترکیې ښاغلي‌ ولسمشر ویلي‌ دي‌ ترکیه به خپل افغان ورورنه هیڅکله یواځې پرینږدي. تر کومه چې زمونږ افغان ورورنه وغواړي‌ مونږ د هغوې ترڅنګ دریدو ته دوام ورکوو.

اکار په افغانستان کې د سولې د بهیر پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته کړه چې دا بهیر باید ژوندی وساتل شي. ځکه چې د افغانستان د موجودې ستونزې یواځنۍ حل لاره سیاسي‌ او سوله ایزه حل لاره ده.



اړوند خبرونه