تورکیې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۱۲ میلیونه ۶۷۸ زره ۹۵۹ سیلانیانو کوربه توب کړی دی.

د تورکیې  کولتور او ګرځندوی وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه تر اپریل تر وروستۍ پورې هیواد ته ۱۲ میلیونه ۶۷۸ زره ۹۵۹ سیلانیان راغلي دي چې  ۱۰ میلیونه ۶۵۴ زره ۹۴ تنه يي بهرني  سیلانیان  دي او پاتې په بهر کې میشت تورکان دي.

2143884

د تیر کال د همدې مودې په پرتله د بهرنیو سیلانیانو په شمیر کې ۱۱.۷۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

جرمني د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۱۶.۲۰ سلنه زیاتوالي او ۱ میلیون ۱۲۲ زره ۹۳۰ سیلانیانو په زیاتوالي سره د هغو هیوادونو په کتار کې لومړی ځای خپل کړی چې تورکیې ته یې تر ټولو زیات سیلانیان استولي دي. په داسې حال کې چې روسیه د یو میلیون ۷۸ زره ۲۹۴ سیلانیانو په لرلو سره دویم، ایران د ۵۱.۷۸ سلنه زیاتوالي او ۹۴۶ زره ۴۳۷ سیلانیانو سره دریم ځای لري. دا هیوادونه بلغاریا او انګلستان تعقیبوي.

په اپریل میاشت کې تورکیې ته د بهرنیو سیلانیانو شمیر د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۸.۷۱ سلنه زیات شوی او ۳ میلیونه ۶۱۱ زره ۲۴۴ تنو ته رسیدلی دی.

آلمان د اپریل په میاشت کې د ۴۳۴ زره ۸۶۳ کسانو په درلودلو سره د هغو هیوادونو په کتار کې لومړی ځای درلود چې تورکیې ته یې تر ټولو ډیر سیلانیان استولي دي. په داسې حال کې چې روسیه د ۴.۰۷ سلنه زیاتوالي او ۳۹۶ زره ۱۵۵ کسانو په لرلو سره دویم، انګلستان د ۱۸.۰۱ سلنه زیاتوالي او ۳۳۰ زره ۱۱۲ کسانو په لرلو سره دریم ځای لري. دا هیوادونه بلغاریا او ایران تعقیبوي.

اړوند خبرونه