ترکیه: د ارمني‌ ترهګرو لخوا شهید شوي‌ خپل ډیپلوماټان به هیڅکله هم هیر نکړو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې ترکیه به د ارمنستان هیڅډول درواغو ، فشار او ترهګرۍ ته غاړه کینږدي.

1627415
ترکیه: د ارمني‌ ترهګرو لخوا شهید شوي‌ خپل ډیپلوماټان به هیڅکله هم هیر نکړو

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د ارمني‌ ترهګرو په بریدونو کې د شهید شوو ترک ډیپلوماټانو انځورونو په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې خپل ملګري‌ به هیڅکله هم هیر نکړو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې  مونږ د  ارمني‌ ترهګرو لخوا شهید شوي‌  خپل همکاران هیر کړي‌ ندي‌ او هیڅکله به يي‌ هیر نکړو. د هغوې روح دې راحت وي‌ ترکیه هیڅ کوم درواغو ، فشارونو او ترهګرۍ ته غاړه نه ږدي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د خپل رسمي‌ پاڼې له لارې د ارمني‌ ترهګرو لخوا د شهید شوو ترک ډیپلوماټانو نومونه خپاره کړل.

همداشان ددې نومونو سره په خپور شوي‌ پيغام کې ویل شوي‌ دي‌ چې درواغ یواځې تاریخ نه تحریفوي بلکې ددې ترڅنګ د بې ګناه او معصومو د وژنو لامل ګرځي. مونږ د ارمني‌ ترهګرو لخوا شهید کړی شوي‌  خپل ملګري‌‌ او همکاران هیر کړي‌ ندي‌ او هیڅکله به يي‌ هیر نکړو. ترکیه هیڅکله درواغو، فشارونو او ترهګرۍ ته غاړه نه ږدي.



اړوند خبرونه