ترکیې وسله والو ځواکونو په تیرو ۳ ورځو کې ۳۵ تنه ترهګر له منځه وړي
ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د سولې چینې په سیمه کې ۳۵ تنه ترهګر له منځه وړي دي
1605992
د ترکیې وسله والو ځواکونو په تیرو درې ورځو کې د پ ک ک ترهګري سازمان ۳۵ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو په تیرو ۳ ورځو کې ۳۵ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د ترکیې کوماندو ځواکونو د سوریې په شمال کې د سولې چینې د عملیاتو په سیمه کې د پ ک ک ترهګري سازمان څانګو پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې ۳۳ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
نوموړو ترهګرو چې غوښتل په سیمه کې ورانکارانه فعالیتونه او ترهګري بریدونه وکړي هدف ته د رسیدو نه مخکې له منځه یوړل شول.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.