ترکیې په تیر یو کال کې د سوریې په شمال کې ۷۱۱ تنه ترهګر له منځه وړي دي
ترکیې وسله والو ځواکونو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزارونه ورکړي دي
1597898
د ترکیې امنیتي ځواکونو د سوریې د تل ابیض او راس العین ولسوالۍ د سولې د چینې د عملیاتو سره د ترهګرو نه د تصفیه کولو نه وروسته په روانو عملیاتو کې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزارنه ورکړي دي.
د ترکیې شانلي اورفا ولایت مقام ویلي دي چې په تیرو یو کال کې پدې سیمو کې ۷۱۱ تنو ترهګرو له منځه وړل شوي دي.
د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د مقام لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې ترکیې وسله والو ځواکونو د هوا سویلي پولو کې د ترهګرو د دهلیز د جوړولو د مخنیوي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د سوریې په شمال کې د داعش، پ ک ک او وای پ جي ترهګرو پر خلاف د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په ۹ مه نیټه د پيل کړو سولې چینې عملیاتو سره په لنډه موده کې سیمه د ترهګرو نه تصفیه کړه.
په بیان کې راغلي دي چې دا عملیات په ډیره بریالۍ توګه دوام لري. د ترکیې وسله والو ځواکونو د ازادې سوریې د ځواکونو او سیمه ایزو ځواکونو سره په ګډه د ترهګرو پر خلاف په روانو عملیاتو کې په تیر یو کال کې په تل ابیض کې ۳۵۰ تنه د پ ک ک او ۱۲۶ تنه داعشي ترهګر او په راس العین کې ۲۲۴ تنه د پ ک ک او وای پ جي ترهګر او ۱۱ داعي ترهګرو چې جمعآ ۷۱۱ تنه ترهګر کیږي له منځه وړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې په راس العین کې د ۲۷ کیلومترو په اوږدوالي سره ۳۰۳ تونلونه او په تل ابیض کې بیا د ۱۵۰ نه تر ۶۰۰ مترو اوږدوالي سره ۲۱ تونلونه له منځه وړي دي.
همداشان ددې عملیاتو په ترڅ کې د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو لخوا پر ملکي او بې ګناه وګړو ترسره کیدونکو ۷۱ خونړیو بریدونو مخه نیول شوې ده .
همداشان د ترهګرو لخوا خښ شوي ۲۸۴ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
په تل ابیض کې د پ ک ک ترهګري سازمان د بمونو یوه فابریکه د یو ټن او ۲۵۷ کیلوګرامه چاویدونکو توکو سره یو ځای له منځه وړل شوې ده .
پدې عملیاتو کې یو زیات شمیر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته غورځیدلي دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.