د قطر امیر چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو خپل هیواد ته ستون شو

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني چې رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو په ترکیه کې د لیدونو کتنو د پایته رسولو نه وروسته خپل هیواد ته ستون شو.

1535425
د قطر امیر چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی وو خپل هیواد ته ستون شو

 

د قطر امیر ترکیې ته د خپل سفر په اړه د ټولنیزې مډیا له لارې څرګندونې کړي دي.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې « د ورور ولسمشر رجب طیب اردوغان سره مو  په انقره کې د قطر او ترکیې د ګډ شراکت د مسئلې په اړه ډیرې ګټورې لیدنې وکړې. یو ډیر ګټور سفر وو. »

پدې لیدنه کې مو د قطر او ترکیې د خلکو د ښې ګڼې او منافعو  په خاطر د  ګډ شراکت د لا پیاوړي کولو په خاطر د دواړو هیوادونو د ټولو امکاناتو نه د کار اخیستو پریکړه وکړه. د ولسمشر اردوغان سره مو د بعضو مسایلو، د سیمې او نړۍوالو  پرمختګونو او په دوه اړخیزو اړیکو خبرې او تبادل د نظر وکړ.»

د قطر د امیر د رسنیو دفتر هم د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې شیخ تمیم بن حمد الثاني هیواد ته د راستنیدو مخکې د  ترکیې د ډیرې تودې او ښې میلمه پالنې له امله د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه. امیر د ترکیې د ولسمشر او ملت  نه قدرداني کړه او د لا پرمختګ هیله څرګنده کړه.

په بیان کې راغلي دي چې قطر او ترکیې ترمنځه په ترسره شوو لیدونو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د ورورولۍ د پیاوړو اړیکو او په مختلفو برخو کې د ستراتیژیک شراکت د لا پیاوړي کولو په مسئله کې  د ټولو امکاناتو نه  استفادې پریکړه وکړه.

د ویلو ده چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د ترکېې او قطر ترمنځه د عالي ستراتیژیکې کمیټې په ۶ مه غونډه کې د ګډون په موخه پرون ترکیې ته راغلی وو.

همداشان پدې غونډه کې چې د ولسمشر اردوغان او شیخ تمیم په ګډې مشرۍ جوړه شوې وه د دواړو هیوادونو ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې لس جلا جلا تړونونه لاسلیک شول.



اړوند خبرونه