د ترکیې د ولسمشر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د لبنان نه لیدنه وکړه
د ترکیې ولسمشر مرستیال فواد اوکتای او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ، د لبیان د پلازمینې بیروت نه لیدنه وکړه.
فواد اوکتای په بیروت کې د لبنان د ولسمشر میشل عون سره د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل « د لبنان ولسمشر ښاغلي عون ته مو په لیدنه کې هغه ته د خوراکي او روغتیايي توکو په برخه کې د لا زیاتو مرستې چمتوالی وښود. انشاالله چې زمونږ مرستې به دوام وکړي. ترکیه د خپلو ټولو روغتونونو او هوايي امبولانسونو سره د لبنان د خلکو په خدمت کې ده. همداشان ښاغلي ولسمشر ته مو وویل چې د بیروت د بندر تر بیا رغونې د ترکیې د مارسین بندر د لبنان په خدمت کې دی او د لبنان لپاره به خدمت وکړي. »
مرستیال ولسمشر اوکتای زیاته کړه چې ترکیه د بیروت د بندر او شاوخوا سیمو چې په چاودنه کې ډیر ستر زیان لیدلی دی بیاجوړونې لپاره چمتو دی.
د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد او کتای او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وروسته د بیروت د چاودنې د مرکز د بیروت د بندر نه لیدنه وکړه.
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای دلته خپله خپلو څرګندونو کې وویل چې
" مونږ ولیدل چې په لبنان کې د ترکیې او ترک ملت او ترکیې خلکو ځای جلا دی. مونږ دلته د زړه نه زړه ته د واقعي دوستۍ شاهدي وکړه. مونږ د خپل دې سفر سره خپلو لبناني ورورنو ته د ترکیې په توګه ددوې سره هر ډول مرستې ته خپل چمتوالی بیان کړ. مونږ هر ډول مرستو ته حاضر او چمتو یو."
د لبنان د خلکو سره به زمونږ د خوراکي او روغتیايي توکو او درملو مرستې دوام وکړي. همداشان د غنمو او وړو مرسته به هم دوام وکړي.
دلته په جدي توکه ساختماني موادو او هیندارو ته اړتیا ده. مونږ لبنان لوري ته د هغوې د اړتیا له مخې هر ډول مرستې ته خپلو چمتوالی وښود.
هغه وویل ترکیه د بیروت بندر ددې کنډوالې وضعیت نه په پخواني حالت بدلولو پورې دلته خپل موجودیت ته دوام ورکوي.
د یادولو وړ ده چې د اګست په ۴ مه نیټه د مازیګر په ساعتونو کې د لبنان په پلازمینه بیروت د بیروت په بندر کې د امونیم نیترات په یو زیرمتون کې ستره چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۱۵۴ تنه مړه او نږدې ۶۰۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.