ترکیې  د عرب لیګ پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د عرب لیګ لخوا پر ترکیې د بعضو بې بڼسټه او ناسمو تورونو د لګولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او دا تورونه يي په کلکه توګه رد کړل.

1373101
ترکیې  د عرب لیګ پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

 

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې " عرب لیګ د مارچ په څلورمه نيټه په قاهره کې په ترسره کړې د وزیرانو شورا په غونډه کې پر ترکیې ځینې بې بڼسټه او ناسم تورونه لګولي او بې بنیاده ادعاګانې يي کړي دي چې مونږ يي په کلکه توګه ردوو."

په بیان کې راغلي دي چې ترکیې تل د عربي هیوادونو ارضي تمامیت ، مځکنۍ بشپړتیا او سیاسي  یووالي ته درناوی کړی دی او ملاتړ يي ترینه کړی دی او په سیمه کې د لا زیاتې بې استقرارۍ د مخنیوي په خاطر ساختاري رول لوبولی دی.

د همدې امله د ترکیې هلې ځلې  تل د عربي هیوادونو د خلکو لخوا ستایل شوي او هر کلی ترینه شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې " د عرب لیګ بعضو غړیو زمونږ په هیواد ځینې بې بڼسټه او ناسم تورونه لګولي دي . دا هیوادونه په اصل کې غواړي چې ددې ډول بې بڼسټه ادعاګانو سره په خپلو ورانکارانه فعالیتونو پرده وغواړوي چې دا  د هغوې بیهوده هلې ځلې دي. معلوم هیوادونه   په بعضو عرب هیوادونو کې  په روانو انساني تراژیدیو د سترګو پټولو سربیره  په عینې وخت کې ددې انساني تراژیدیو رامنځته کوونکو رژیمونو، ملیشه ځواکونو مشرانو، بیلتون غوښتونکو ډلو او ترهګرو سازمانونو نه  ملاتړ کړی او ملاتړ ته دوام ورکوي چې  دا مسئله هر چا ته روښانه ده. عرب لیګ ته د بعضو غړیو  شخصي ګټو په خاطر د ترکیې پر خلاف د  خصمانه دريځ د خپلو پر ځای د سیمې د سولې او امنیت په برخه کې د لا فعاله رول لوبولو ته بلنه ورکوو."



اړوند خبرونه