ولسمشر اردوغان نن امریکا ته ځي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په رسمي بلنه نن نوموړي هیواد ته سفر کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د ټرمپ په بلنه د نوامبر په ۱۲ او ۱۳ مو نيټو امریکا ته رسمي سفر کوي.
ولسمشر اردوغان به د ددې سفر په چوکاټ کې د ولسمشر ټرمپ سره دوه په دوه لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د هئیتانو ترمنځه د لیدنې مشري وکړي.
پدې لیدونو کې به د ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو د ټولو ابعادو سره خبرې وشي.
ددې سفر په ترڅ کې به د دواړو هیوادونو مشران د سوریې ، سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو په اړه سلا مشورې وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په د همکاریو د کچې د لا لوړولو او ددې همکارۍ د لا قوي کولو په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو به خبرې وکړي.
ولسمشر اردوغان به امریکا ته د خپل سفر په چوکاټ کې د امریکا د سوداګریزو خونو په کوربه توب په جوړیدونکي د سوداګرو غونډه کې به ګډون وکړي او سوداګرو ته به وینا وکړي.
ولسمشر اردوغان به په ماریلنډ ایالت کې د ترکېې د دینې چارو د مرکز نه لیدنه وکړي او په نوموړي هیواد کې میشتو ترکانو ، ترک تباره امریکایانو او اسلامي ټولنو استازي حضور ته ومني.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.