په سترګو کې اوښکې پاتې ندي. دا په دیاربکر ولایت کې په تحصن ناستو میندو څرګندونې دي

د ترکېې د دیاربکر په ولایت کې په لسګونو کورنۍ چې اولادونه يي د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا په یوې او بله بهانه غره ته تښتول شوي دي د تحصن خیمه درولې

1299926
په سترګو کې اوښکې پاتې ندي. دا په دیاربکر ولایت کې په تحصن ناستو میندو څرګندونې دي

 دا د هغه میندو  چې  د تیرو دوو میاشتو راهیسې  د دیاربکر  ولایت کې  د خلکو ډیموکراتیک ګوند  د ولایتي دفتر د ودانۍ په مخکې  د خپلو اولادونو  په خاطر چې د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا غره ته تښتول شوي دي  د تحصن په خیمه کې  ګډون کړی دی  خبرې دي.

 

 

د هاجرې اکار په نامه  یوه مور  چې  ادعا‌‌ء کوي  زوی  يي  د خلکو دیموکراتیک  ګوند په واسطه  د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا غره ته تښتول شوی  دی  د اګست په ۲۲ مه نیټه  په دیاربکر ولایت کې  د یاد شوي ګوند  د ولایتي دفتر د عمومي ودانۍ په مخکې لاس په اعتصاب  پورې کړ او وویل ترکومه چې  زوی  محمد اکار  ورته تسلیم نکړای شي  ددی ځایه به لاړه نشي.

نوموړې  مور  چې نه يي غوښتل  زوی  د ترهګرو لخوا د خپلو نامشروع  غوښتنو او ناحقه جګړې  قرباني  شي  مبارزې  نتیجه ورکړه  او د اګست په ۲۴ مه نیټه يي  زوی  خپل کور ته راستون شو.

د هاجرې دا مبارزه  د یو زیات شمیر نورو هغه میندو لپاره چې اولادونه يې د ترهګرو لخوا په ډول ډول دوکو او فریبونو  غره ته تښتول شوي دي  په نمونه د مثال او سمبول  بدله شوه.

د هاجرې  مبارزې  د نتیجې ورکولو نه وروسته  په دیاربکر ولایت کې  د خلکو ډیموکراتیک ګوند د عمومي مرکزي  ودانۍ  په مخکې د تحصن  خیمه ووهل شوه.

 

د  تحصن په خیمه کې  د اعتصاب کوونکو  کورنیو شمیره  ۵۵ ته  لوړې  شوي دي.

د هاجرې  د اعتصاب  او د خپل اولاد لپاره د مجادلې نه وروسته د سپټمبر په دریمه نیټه  درې تنو نورو میندو فوزیه چیتن قایا، رمزیه اق قویون  او عایشه ګل بیجر  د خپلو اولادونو  په خاطر  لاس په اعتصاب پورې کړ او خلکو دیموکراتیک ګوند د عمومي مرکز په مخکې د تحصن خیمه ودروله. په لنډه موده کې  د تحصن په خیمه  کې د ګډون کوونکو  کورنیو شمیره  ۵۵ ته  لوړه شوه.

د نوموړې تحصن خیمې  هره ورځ  په سلګونو تنه  هیوادوال ، مشهورې څیرې او چارواکي  د ملاتړ  په موخه  لیدنه کوي  او د هغوې نه د ملاتړ اعلان کوي.

پدې چوکاټ کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، د کورنۍ، کار او ټولنیزو خدماتو  وزیرې  زهرا زومروت  سلجوق، د شهیدانو کورنیو، سیاستوالو، هنرمندانو، خبریالانو، ژورنالستانو، لیکوالانو، د مدني او ملکي ټولنو استازو او د ټولنې هرې برخې  هیوادوالو  د تحصن  د خیمې نه لیدنه وکړه او د دوې نه يي د  ملاتړ اعلان وکړ.

نوموړې میندې او کورنۍ چې  په لاسونو کې  د خپلو اولادونو  عکسونه  نیولي دي  په ډیره  سوله ایزه توګه  د خلکو ډیموکراتیک ګوند د عمومي دفتر په مخکې  خپل اعتصاب ته دوام ورکوي. دوې ددې په هیله چې  یوه ورځ به يي اولادونه  بیرته راوستل شي  او دوې ته به وسپارل شي  انتظار ته دوام ورکوي.

 

 

د نوموړو میندو نه  ایمي مي خان  نیلي فرقه  چې  د استانبول نه راغلې او د تحصن پدې خیمه  کې ګډون کړی دی  وايي چې ۴ کاله مخکې  زوی  محمد د ترهګرو لخوا غره ته وتښتول شو.

هغه د خپل زوی د تښتولو پړه  د  پر خلکو ډیموکراتیک ګوند اچوي. هغه وايي چې  زما د زوی د تښتولو یواځنی مسئول  همدا ګوند  دی. ښه پوهیږي چې زوی يي د همدې ګوند لخوا تښتول شوی دی. زه د همدې ګوند نه د خپل زوی غوښتنه کوم. ماته دې راستون کړي. هغه وايي چې پدې موده کې مې د زوی نه هیڅډول خبر ندی ترلاسه کړی. حتا کله يي ټیلیفون په کرښه هم اړیکه نده نیولې.

مونږ  ټوله کورنۍ  لکه د مړو په څیر یو. مونږ يي ژوندي  وژلي یو. زمونږ  ژوند يي په جهنم  بدل کړی دی. زمونږ  په سترګو کې نورې اوښکې پاتې ندي. زما زوی د ښوونځي په درسونو کې ډیر بریالی وو. زمونږ نه يي څه غوښتل چې  زما زوی يي وتښتو.

هغې وویل چي ۲ میاشتې کیږي چې دلته د تحصن په خیمه  کې ګډون کړی دی. ددې ګوند نه د سپیناوي غوښتنه کوو.

( رادې شي او مونږ ته دې سپیناوی وکړي. که چیرې هغوې هم  کوردان وي  رادې شي  زمونږ سره دې  پدې تحصن کې  ګډون وکړي. زمونږ سره  دې  دا غم  شریک کړي. مونږ دا ډول  کوردان  او کوردولي نه غواړو. زه  کورده  یم ، زمونږ  پر ماشومانو دې سیاست نکوي. هغوې زما د زوی  ازادي  او راتلوونکی  ترینه اخیستي دي. )

میرمن نیلي فرقه  ویلي دي چې  تر پایه پورې به پدې اعتصاب کې ګډون وکړي او له دې ځایه به جلا نشي.

 

تر څو چې  اولادنه مو مونږ ته  ونه سپارل شي  له دې ځابه به لاړ نشو .

د تحصن پدې خیمه کې   یوې بلې ګډون کوونکې  فاطمه  بینګول  هم  د استانبول نه راغلې ده. هغه وايي چې  ۵ کاله مخکې  ۱۴ کلن زوی  تونجای  غره ته تښتول شوی دی. هغه وايي چې  هره شیبه  ددې په انتظار ده  چې نن  به يي زوی راځي او نن  به راځي. د هغه پسې ډيره زیاته خفه شوې یم او ډير زیات مې یادیږي.

هغه وايي چې پدې پنځو کلونو کې  زمونږ  زوی  مونږ ته ندی ښودل شوی. زه خپل زوی غواړم  ، زما زوی دې  راته راولي. مونږ غوښتنه کوو چې زمونږ  اولادونه راولي تر څو ددې میندو انتظار پایته ورسیږي. دا پدې میندو  ظلم  دی. هیڅوک  ددومره میندو د ژړولو، هغوې ته د رنج ورکولو  او د خپلو اولادونو نه د جلا کولو حق نلري. مونږ ټول  دلته  لاس په لاس   د خپلو اولادونو  انتظار باسو . تر کومه چې زمونږ اولادونه مونږ ته راستانه نکړای شي  له دې ځایه به جلا نشو. که چیرې مونږ  ووژني له مرګ نه هم  نه ډاریږو.

 

پ ک ک دې پر کوردانو ترسره شوی  دا ظلم  وګوري:

ددې میندو نه یوه هم  سونګول التن تاش ده  چې وايي  زوی يي  د ۲۰۱۵ کال  د اکتوبر په دویمه  نيټه  کله چې  د عسکرۍ په خاطر  خپلې قطعې ته  روان وو  د تونجعلي  ولایت د پولومور په ولسوالۍ کې  د ترهګرو لخوا وتښتول شو. هغه وايي چې څلور کاله کیږي چې د خپل زوی  مسلم نه  بې خبره  دي.

۶۰ ورځې کیږي چې دلته یو  ، د اړتیا په صورت کې به ۶۰ کاله  دلته  د تحصن په خیمه کې کینو. تر څو چې زمونږ  اولادونه  مونږ ته ونه سپارل شي  له دې ځایه به لاړ نشو. هغې په نورو هغه میندو  چې اولادونه يي د ترهګرو لخوا غره ته  تښتول شوي وي  غږ وکړ چې راشۍ او پدې مبارزه کې زمونږ سره  شریک شۍ.

هغې د کوردانو په میندو غږ وکړ چې  « ددې وخت رارسیدلی دی چې  د کوردانو میندې  خپلې سترګې پرانیزي. خپل اولادونه  د پ ک ک د نامشروع غوښتنو قرباني نکړي. کوردان  باید د پ ک ک دا ظلم  وویني.پ ک ک نه په پلار، نه په مور او نه هم  پر اولاد  رحم لري. ټول باید پدې ښه پوه شي چې زمونږ  یواځنی دښمن پ ک ک سازمان دی. »

تر کومه چې زما  لور  رانشي له دې ځایه نه ځم :

 

یاسین  قایا  هغه  پلار  دی چې  ۴ کاله مخکې  ۱۷ کلنه لور چیغدم  د پ ک ک لخوا غره ته  تښتول شوې ده.

یاسین قایا وویل  نن ورځ پدې تحصن خیمه  کې ګډون کوونکي ټولې میندې او پلرونه  تر څو چې اولادونه يي ورته ونه سپارل شي  په هیڅډول به کورونو ته ستانه نشي. که واوروه وي ، باران او هر څه وي  مونږ به له دې ځایه  جلا نشو.

هغه  وویل چې  مونږ  د خلکو ډیموکراتیک ګوند نه سپیناوی غواړو، مونږ ته باید ځواب راکړي. هغوې ځانونه د کوردانو مدافعین معرفي کوي. ځانونه کورد  معرفي کوي خو  زما  په اند  هغوې کوردان ندي. زمونږ د اولادونو  تښتوونکي  دا  د خلکو ډیموکراتیک ګوند  باید راشي او زمونږ  پوښتنې ځواب کړي. رادې شي دا دې ووايي چې  لعنت پر پ ک ک ، مونږ د هغوې سره  اړیکي نلرو. خو هغوې  دا نشي ویلی. ځکه چې دوې د هغوې  سیاسي  همکاران دي.

 

 


پيوندونه: #دیاربکر , #تحصن

اړوند خبرونه