د ترکیې د دیاربکر په ولایت کې پر ملکي وګړو خونړی بمي برید وشو

د ترکیې د دیاربکر ولایت  د کولپ په ولسوالۍ کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د ملکي وګړو د سپرلۍ  پر موټر  بمي  برید وکړ چې په نتیجه کې  ۷ تنه شهید او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

1268584
د ترکیې د دیاربکر په ولایت کې پر ملکي وګړو خونړی بمي برید وشو

د ترکیې د دیاربکر ولایت  د کولپ په ولسوالۍ کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  د ملکي وګړو د سپرلۍ  پر موټر  بمي  برید وکړ چې په نتیجه کې  ۷ تنه شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیښې ټپیان د کولپ  ولسوالۍ او دیاربکر  ولایت  مرکزي روغتونونو ته انتقال  او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

امنیتي ځواکونو  د نوموړي خونړي برید د فاعلینو  د تثبیت او نیولو په خاطر پراخه  عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا خونړی  او وحشي برید په کلکو ټکو  غندلی دی. ولسمشر اردوغان  ددې پيښې د شهیدانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې  شفاء غوښتنه کړې ده .

ولسمشر اردوغان د پیښې په اړه د دیاربکر د ولایت د والي حسن بصري ګوزل اوغلو نه  پوره معلومات واخیستل.

ولسمشر اردوغان  د والي نه د پيښې په اړه د پوره معلوماتو اخیستو نه وروسته وویل چې  « دا منفور او وحشي  ترهګری  برید په کلکو ټکو غندم. د شهیدانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او د ټپیانو لپاره د هر  څه شفاء غوښتنه کوم. ددې ترهګري برید د فاعلینو د تثبیت او نیولو په خاطر به خپل ټول امکانات په کار واچو او دا مسئله به پخپله  تعقیب کړم.»

همداشان ولسمشر اردوغان  ددې پیښې د شهیدانو د کورنیو سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې او د هغوې سره غمشریکي  ښکاره کړه.

د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شن توپ د خپل ټویټر پاڼې له لارې  ددې ترهګري برید  په اړه غبرګون وښود.

هغه وویل چې  پر ملکي وګړو د ترسره شوي  دې خونړي برید  غچ به خامخا  اخیستل کیږي. ددې پيښې فاعلین  به  پرته د سزا پاتې نشي.

د ترکیې د جمهوریت خلق ګوند عمومي  مشر کمال کلچدار اوغلو هم  د خپلې ټویټر پاڼې له لارې  د برید په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

هغه دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د بله پلوه  د نوموړې پيښې په تړاو  د یاربکر ولایت  لپاره  د خلکو د دیموکراتیک ګوند د ولسوالۍ مشر  او کولپ  ولسوالۍ د ښاروالۍ د حفط او مراقبت  مدیر  نیول شوي دي.

د نوموړې پیښې په اړه  د تحقیقاتو په ترڅ کې  د چاودنې نه لنډه موده مخکې په سیمه کې د کولپ  ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند یو موټر لیدل شوی وو چې  په پایله کې  د ۴ تنو د نیولو امر وشو.

د دیاربکر ولایت امنیتي ځواکونو  نوموړو ۴ تنو نه ۲ تنه  د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول  او د دوو تنو نورو د نیولو په خاطر  هلې ځلې دوام لري.



اړوند خبرونه