د ترکیې او ایران ترمنځه سیاسي مشورې ترسره کیږي.
د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو د وزارتونو ترمنځه سیاسي مشورې ترسره کیږي.
1191680
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرونو سره ویلي دي چې د ترکیې او ایران ترمنځه د سیاسي مشورو په چوکاټ کې سبا د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سادات اونال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال عباس عراقچي او ورسره مل هیت په پلازمینه انقره کې لیدنه کوي.
په نوموړو سیاسي مشورو کې به د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې او مشورې وشي.
د یادولو وړ ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اپریل په ۱۷ مه نيټه د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی وو. هغه په انقره کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هم حضور ته منل شوی وو.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.