ترکیې د امریکا په مقابل کې سخت غبرګون وښود
ترکیې د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې امریکا متحده ایالتونه باید پریکړه وکړي چې د ترکیې سره د نږدې متحد په توګه پاتې کیږي او که د دواړو هیوادونو ترمنځه موجوده دوستي د ګواښ سره مخامخوي.
د ولسمشر مرستیال اوکتای دا څرګندونو د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وکړې.
د امریکا مرستیال ولسمشر پنس د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د رانیولو په اړه ویلي وو چې ترکیه باید د ناټو د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو ترمنځه یو انتخاب وکړي. هغه ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ وايي چې د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو د مسئلې په اړه به چپ پاتې نشي.
همداشان د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای بیا د مایک پنس د څرګندونو په ځواب کې ویلي دي « امریکا هم باید خپل انتخاب وکړي ، د ترکیې سره متحد او نږدې متفق پاتې کیدل غواړي او که د دښمنانانو په مقابل کې د ناټو سازمان د متفقینو دفاعي ځواک د لمنځه وړو په خاطر د ترهګرو سره همکاري او د ترکیې سره موجوده دوستي د خطر سره مخامخول غواړي. »
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.