د ترکېې په ایسکي شهر کې نوروز یا نوی کال ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شو.
د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست نوروز په ایسکي شهر ولایت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځه.
د ویلو ده چې پدې مراسمو کې د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای ، د بهر میشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو رئیس عبدالله ایرن، په پارلمان کې د ایسکي شهر استازي نبي اوجي، د انادولو د پوهنتون رئیس پروفیسور ډاکټر شفق ایرتان چوکاقلي، د ترکیې د دولتي راډیو تلویزیون رئیس ابراهیم ایرن او ترکي نړۍ یو زیات شمیر استازو او محصلینو ګډون کړی وو.
نوروز د ترکي نړۍ ګډ کولتوري میراث دی:
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای وویل چې نوروز د منځني اسیا نه نیولې تر بالکانه پورې پډې پراخه سیمه کې لمانځونکی جشن دی. ددې په هیله چې دا نوروز د ټول بشریت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي. هغه وویل چې نوروز مونږ ته د نیکونو نه په یادګار کې پاتې دی. نوروز په ترکستان کې د برکت اختر دی. نوروز ترکي نړۍ ګډ کولتوري میراث دی. هغه وویل ډیر د خوښۍ ځای دی چې نن دلته د نړۍ د ګوډ ګوډ نه د راغلو ورورنو سره دا د نوي کال او پسرلي اختر لمانځو.
هغه د انادولو د پوهنتون او بهر میشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو د ریاست نه ددې ښکلې ورځې د لمانځنې د مراسمو د جوړولو له امله مننه وکړه.
پدې مراسمو کې بل ویناوال د بهر میشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو د ریاست رئیس عبدالله ایران وویل چې ترکیه د خپلو رسمي سرحداتو نه پرته د ډیرې لویې سیمې چې د زړه اړیکه ورسره لري خاوند دی.
د بهر میشتو ترکانو او ترکتبارو ټولنو ریاست د نړۍ په څلورو ګوډونو کې د ورور او خپلوانو ټولنو سره ډیرې نږدې او صمیمي اړیکې لري. پدې اړه د ډیر نږدې نه کار کوي. هغه وویل چې مونږ د یوې ډیرې سترې امپراتورۍ لمسیان یو. سره ددې چې نن ورځ د ۷۸۴ زره کیلومتره وطن خاوندان یو خو ددې سربیره زمونږ یو زیات شمیر هیوادوال او خپلوان د نړۍ په ګوډ ګوډ کې میشت دي. نن ورځ د نړۍ په ګوډ ګوډ کې ترکي ژبې ټولنې میشتې دي. مونږ مکلف یو چې ددې ټولنو سره ډیرې نږدې او صمیمي اړیکې جوړې کړو.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.