په انقره کې ګړندی ريل ګادی د بل ريل ګاډي سره وجنګيد

په پلازمينه انقره کې ګړندي ريل ګادی د لارو د کنټرول لارښود ريل ګاډي سره وجنګيد.

1105850
په انقره کې ګړندی ريل ګادی د بل ريل ګاډي سره وجنګيد

په پلازمینه انقره کې  د ګړندي ریل ګاډي  د ټکر له امله  د مړو شمیره  لوړه شوه.

نن  د سهار په وختي ساعتونو کې د انقرې نه قونیې ولایت ته روان  ګړندي ریل ګاډي  د انقرې د ینې محلې د ولسوالۍ اړوند  د مارشان دیز په تم ځای کې  د لارو د کنټرول  او لارښود  ریل ګاډي سره  وجنګید.  په پیښه کې  ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د انقرې والي واصف شاهين خبري رسنيو ته وويل چې نن د سهار د شپږنيمو بحو په شاوخوا کې د انقرې نه قونيې ولايت ته روان د ګړندي ريل ګاډی د ينې محلې  د ولسوالۍ  دمارشان دیز په تم ځای کې د لارو د کنټرول لارښود ريل ګاډي سره وجنګيد. 

د والي په وينا د پيښې د رامنځته کيدو پر مهال د ريل ګاډي سرعت په ساعت کې د ۸۰ نه تر ۹۰ کيلو مترو وو. 

د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو د وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  نن  د سهار په  شپږو بجو او ۳۶ دقیقو قونیې ولایت  ته  روان  ګړندی  ریل ګاډی  د انقرې د ینې محلې په ولسوالۍ کې  د مارشان دیز  په تم ځای کې  د لارو د کنټرول  او لارښونې  د ریل ګاډي  سره  ټکر وکړ. په بیان کې راغلي دي چې  خطا  د لارو د کنټرول او  لارښونې  ریل ګاډي وه. نوموړی  ریل ګادی باید  پدې ساعت کې  د ګرندي ریل ګاډي د پټلۍ نه خارج شوی وی.

د ترکیې د ټرانسپورت او بنسټیزو چارو وزیر جاهد تورخان  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  پدې پيښه کې  ۹ تنو ژوند  د لاسه ورکړی او ۴۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه ویلي دي چې  پدې پيښه کې  ۳ تنو ماشین کارانو  او پنځو تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان  ۴۸ تنه  ټپیان شوي وو چې د ټپیانو نه هم  یو تن په روغتون کې ساه ورکړه چې د مړو شمیره  ۹ تنو ته لوړه شوه. وزیر ویلي دي چې  د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.

ټپيان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نيول شوي دي. 

د انقرې والي ويلي دي چې د پيښې اصلي لامل ناڅرګند او په اړه يي تحقيقات پيل شوي دي. 

د بله پلوه د انقرې لوی څارنوالۍ هم د پيښې په اړه تحقيقات پيل کړي دي. 

 



اړوند خبرونه