د نوروز په اړه د مباركۍ پيغام!
د تركيې لومړي وزير بنعلي ييلدرم د نوروز د را رسېدلو له امله د تركيې په ګډون د هغو هېوادونو هېوادوالو ته مباركي وويله چې دا ورځ لمانځي.
933872
د تركيې لومړي وزير بنعلي ييلدرم د نوروز د را رسېدلو له امله د تركيې په ګډون د هغو هېوادونو هېوادوالو ته مباركي وويله چې دا ورځ لمانځي.
ييلدرم پدې اړه په خپل خپور كړي پيغام كې ليكلي دي چې `` نوروز د بالكان د سيمې نيولې د منځني ختيځ او له فققاز نيولې تر منځنۍ آسيا پورې په پراخه جغرافيه كې د پرګنو لخوا لمانځل كيږي. دا ورځ د پېړيو راهيسې د خلكو ترمېنځ د سولې او ورورولۍ په سمبول بدله شوې ده.``
ييلدرم په خپل پيغام كې څرګنده كړه چې ``نوروز د پسرلي د موسم د بېرته راتګ او د بركت په معنى دى. خوشاله يو چې ټول ملت اوږه په اوږده له دې ورځې لمانځنه كوو.``
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.