د پي واى ډي/ واى پي جي په لاس د بشري حقونو نه د سرغړونو دوسيه

په تركيه كې د پې كا كا/ كا جې كا د ترهګرې ډلې لخوا د هېواد په ختيځ او سوېل ختيځ كې پر مېشتو هېوادوالو باندې د فشارونو په پايله كې چې د ( كليو د سوځولو، هدفي وژنو، جبري كډوالۍ، وېرولو او نيولو) په بڼه ترسره كيږي، خلك نور په تنګ راغلي دي.

899505
د پي واى ډي/ واى پي جي په لاس د بشري حقونو نه د سرغړونو دوسيه

 

په تركيه كې د پې كا كا/ كا جې كا د ترهګرې ډلې لخوا د هېواد په ختيځ او سوېل ختيځ كې پر مېشتو هېوادوالو باندې د فشارونو په پايله كې چې د ( كليو د سوځولو، هدفي وژنو، جبري كډوالۍ، وېرولو او نيولو) په بڼه ترسره كيږي، خلك نور په تنګ راغلي دي. پدې ډول ترهګر غواړي چې د سيمې دې ته اړ كړي چې د خپلو سياستونو پر وړاندې ورته غاړه كيږي. اوسمهال د سوريې په شمال كې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګره ډله هم د فشار د پورتنيو بڼو نه په ګټې اخيستلو سره كوښښ كوي چې د سيمې اوسېدونكي وترهوي.

 د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګره ډله د سوريې په شمال كې د خپل حاكميت د ټينګښت په موخه په سيمه كې د مېشتو كردانو، عربانو، تركمنانو او يزيديانو په څېرې د توكمي عناصرو پر وړاندې قومي پاكسازۍ ته ملا تړلې ده. پدې اړه د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو ادارو راپورونه هم خپاره كړي دي.  په سيمه كې د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې د ظلمونو له امله يو زيات شمېر كسانو خپل كور او كلى پرېښې او جبري ګډوالۍ ته اړ شوي دي. د سيمې يو زيات شمېر كډوالو بيا تركيې ته پناه راوړې ده.  د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې د تش په نامه مبارزې تر نامه لاندې نړيوالو ځواكونو له بشري حقونو نه د دوى پر ښكاره سرغړونو باندې سترګې پټې كړي دي. حتى د دوى سره يې د وسلو په ګډون مادي او معنوي مرستې كړي دي. د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې د داعش سره د تش په نامه وسله والې مبارزې په بهانه ترلاسه كړې وسلې اوس په سيمه كې د كردانو، عربانو او تركمنانو پر خلاف د فشار د يوې وسيلې په توګه كاروي.

د بېلګې په ډول د سوريې د بشري حقونو د ادارې(SNHR) لخوا د ۲۰۱۶م كال د جنورۍ د مياشتې په ۱۶مه نېټه په خپور شوي راپور كې راغلي دي چې د پي واى ډي/ واى پي جي تر كنترول لاندې سيمو كې د قومي پاكسازۍ سربېره د خپلسرو نيونو، شكنجې، جبري عسكرۍ، جبري كډوالۍ او ورته نورو سرغړونو نښې نښانې موندل شوي دي. په راپور كې دا هم راغلي دي چې د ۲۰۱۵م كال تر پايه پورې  د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا ۴۰۷ تنه ملكي وګړي وژل شوي دي چې ۵۱ تنه يې ماشومان او ۴۳ تنه يې ښځې وې. سربېره پر دې د وژل شوو كسانو نه ۱۶ تنو يې د شكنجې پرمهال سا وركړې ده.[1]

د بشري حقونو د څارنې نړيوالې ادارې (HRW) د ۲۰۱۴م كال د جون په مياشت كې د “Under Kurdish Rule: Abuses in PYD-Run Enclaves of Syria” تر عنوان لاندې يو راپور خپور كړى دى چې په كې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې ظلمونو ته اشاره شوې ده. په راپور كې راغلي دي چې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګر د هغو سياسي ډلو پر وړاندې چې د دوى رقيبان دي، د نيولو، وژلو او بندي كولو سياست غوره كړى دى. په ځانګړې توګه د سوريې د كردانو د ديموكرات ګوند (PDKS)، د يكيتي او آزادي په نامه د سياسي ډلو پر غړو باندې ظلمونه شوي دي.[2]

د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا د بشري حقونو نه د سرغړونې دوسيه پنډه ده خو لاندينيو څو بېلګو ته يې ستاسې پام را اړوم :

 

د مخالفينو ترور

د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګره ډله چې په سوريه كې د بديلو سياسي ډلو فعاليت ته اجازه نه وركوي، تل يې د مخالفينو په ترور لاس پورې كړى دى.

د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا لومړنى مهم ترور د ۲۰۱۱م كال د اكتوبر په مياشت كې د راتلونكي ګوند تر نامه لاندې د كردانو د يو سياسي جريان د مشر ميشل تېمو و.[3] د دوى په اند وژل شوي سياسي مشر د رژيم سره په ګډه سياسي حل لاره غوښتله. پدې ډول يې د كردانو ترمېنځ د يو زيات شمېر خلكو غبرګون را وپارولو.

د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا د مخالفينو د ترورولو بهير نور پيل شوى و. وروسته يې يو تن قومي مشر عبدالله بدرو او د سوريې د كوردانو د ديموكراتيك ګوند د حلب ولايتي مسئول شېرزاد حاجي رشيد هم ووژل.

  د سوريې د كردستان د ديموكراتيك ګوند مشر صلاح بدرالدين د دوى د فشارونو په پايله كې د جرمني له لارې د عراق د اربيل ښار ته وتښتېد.

په سوريه كې له جګړې واندې ۱۲ كردي جريانونو فعاليت كولو چې اوسمهال يواځې د پې كا كا / واى پي جي ترهګره ډله حاكمه ده. سلګونه زره كردان د دوى تر كنترول لاندې سيمو نه كډوالۍ ته اړ شوي دي. يواځې په تركيه كې د سوريې ۳۵۰ زره كردان ژوند كوي.

ددې ترڅنګ د سوريې د عموده په ښار كې يو لړ لاريون كوونكو د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې پر وړاندې لاريون وكړ چې پر لاريون كوونكو د مخامخ ډزو په پايله كې لږ تر لږه ۸ تنه لاريون كوونكي ووژل شول. د همدې لاريونونو پرمهال ۵۰ تنه لاريونكوونكي د پي واى ډي/ واى پي جي د غړو لخوا په خپل دفتر كې وهل شوي او شكنجه شوي دي.

 

د نيول شوو او تر نظارت لاندې كسانو د حقونو نه سر غړونه

د ترهګرې ډلې د `` آسايش`` تر نامه لاندې د پوليسو د تشيكلاتو لخوا د بشري حقونو نه سرغړونې هم د بشري حقونو په راپورونو كې درج شوي دي. يو زيات شمېر كسان چې ددې تشكيلاتو لخوا نيول شوي دي، تر نظارت لاندې په توقيفخانو كې د شكنجې او ناوړه چلند په پايله كې وژل شوي دي. د بشري حقونو د څارنې د سازمان لخوا په خپور شوي راپور كې راغلي دي چې د حنا حمدوش په نامه يوه ښځه په نظارتخانه كې د شكنجې په پايله كې وژل شوې ده.  د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرو وروسته ادعا وكړه چې دې ښځې ګويا خپل سر په دېوالونو وهلى دى او ددې په پايله كې مړه شوې  ده. د ۲۰۱۴م كال د فبرورۍ په مياشت كې هم د سر قانيه په سيمه كې  د راشوان آتش په نامه يو تن ۲۴ كلن ځوان هم د `` آسايش`` د ځواكونو لخوا په نظارتخانه كې وژل شوى دى.

د راپور له مخې د ۲۰۱۲ – ۲۰۱۴ كلونو ترمېنځ د وژلو ۹ دوسيې همداسې مرموزې پاتې دي چې قربانيان يې د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې مخالفين دي.

 

د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى

د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګره ډله تر خپل كنترول لاندې سيمو كې د حاكميت د ټينګښت په موخه د سيمې د خلكو د زورونې په لړ كې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې پر تاوتريخوالي هم لاس پورې كوي.

 د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو په اړه د سوريې د بشري حقونو د څارنې د سازمان لخوا په هغه راپور كې چې د ۲۰۱۶م كال د جنورۍ په مياشت كې خپور شوى دى، يو لړ معلومات خپاره شوي دي.  پدې راپور كې راغلي دي چې د ۲۰۱۱ – ۲۰۰۱۶ كلونو ترمېنځ ۴۲ تنه ښځې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرو په لاس وژل شوي دي. ددې ښځو ترمېنځ يوه يې هم نبيه الصلاح نوميږي چې د ۲۰۱۵م كال د آګست د مياشتې په ۱۴مه نېټه د حلب په مربوطاتو كې د رقه الابيض پر لارې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرو لخوا درې ډزه ويشتل شوې ده. فوتو۱ 

په راپور كې يوه بله مهمه پېښه بيا د ۵۸ كلنې طرفه خليل الحسود ده. د الحسود مېړه د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرو لخوا ووژل شو. نوموړې په داسې حال ووژل شوه چې له ترهګرو په غوجل كې پټه شوې وه. سربېره پر دې په راپور كې د مجبوري عسكرۍ تر نامه لاندې  د ۲۰۱۴م كال د جنورۍ له مياشتې د ۲۰۱۵م كال د اكتوبر تر مياشتې پورې د عفرين، قامېشلې او هاسېكه په سيمو كې ۸۸ ښځې مجبورې كړې دي چې په اوردو كې شاملې شوي.

 

قومي پاكسازي او جبري كډوالي

د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې تر كنترول لاندې سيمو كې د يو زيات شمېر عربانو او تركمنانو سربېره سوريانيان او ارمنيان هم ژوند كوي. دوى په سيمه كې د خپل حاكميت د ټينګښت په موخه د سيمې ځايي اوسېدونكي يا جبري كډوالۍ ته اړ باسي او يا هم د دوى كور او كلي سوځوي تر څو پخپله له سيمي ووځي.  پدې ډول هڅه كوي چې د ځان په ګډه د سيمې ديموګرافيكي جوړښت تخريب كړي.

د سوريې د بشري حقونو د څارنې د سازمان په راپور كې راغلي دي چې د هاسېكه په سيمه كې تقريباً ۱۰۰ تركمنې كورنۍ د تاوتريخوالي سره مخ شوي دي. تركمنانو لومړى په سوريه كې دننه نورو سيمو ته كډه كړې او بيا وروسته يې تركيې ته پناه راوړې ده.[4]

د سوريې د بشري حقونو د څارنې د سازمان په راپور كې راغلي دي چې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې د خپل كنترول لاندې سيمو كې د غير كردي كورنيو كورونه وران كړي او يا يې لوټ كړي دي. د راپور له مخې شاوخوا ۱۰ زره كسان چې زياتره يې عربان دي د خپلو كورنيو پرېښودلو ته اړ شوي دي چې بيا وروسته د دوى كورونه د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرو لخوا سوځول شوي دي. د روم كنوانيسيون د ۸مې مادې پر اساس دا ټولې سرغړونې  د جنګي جناياتو، د بشريت پر وړاندې د جنايت او ورته نورو جرمونو په كتار كې شاملېدلى دى. د سوريې د بشري حقونو د څارنې د سازمان د رپوټ له مخې د پي واى ډي/ واى پي جي لخوا د استوګنې ۹ سيمې په ټوليزه توګه سوځول شوي او اوسېدونكي يې كډوالۍ ته اړ ويستل شوي دي.  سربېره پر دې په هغو سيمو كې چې اكثريت يې غير كردان دي، د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرو لخوا د قومي پاكسازۍ په نيت خلك ګواښل شوي او تر فشار لاندې نيول شوي دي تر څو سيمه پرېږدي.

د پي واى ډي/ واى پي جي د ترهګرې ډلې لخوا د ۲۰۱۵م كال د مې د مياشتې په ۲۶مه نېټه د سوريې په شمال كې د حسكه په سيمه كې تر ۲۶ زياتو كليو اوسېدونكو ته ۲۴ ساعتونه وخت وركړ تر څو خپل كورونه پرېږدي. د سيمې يو تن عيني شاهد د بشري حقونو د څارنې سازمان ته ويلي دي چې د پي واى ډي/ واى پي جي ځواكون چې كله سيمې ته راغلل نو عرب مېشتو كليو ته يې خبر وركړ تر څو سيمه پرېږدي. د شاهد په وينا ترهګرو خلكو ته ګواښ كولو چې د تش په نامه كردستان كې د عربانو او تركمنانو لپاره ځاى نشته دى. د راپور له مخې د ۲۰۱۵م كال د فبرورۍ په مياشت كې د حسكه په سيمه كې د تركمنانو ۱۰۰ كورنۍ  كډوالۍ ته اړ ويستلې دي. دا كورنۍ تركيې ته راغلي دي.  د بښنې د نړيوال سازمان لخوا د ۲۰۱۵م كال د اكتوبر د مياشتې په راپور كې چې `` د تللو بل ځاى نه لرو!`` تر عنوان لاندې خپور شوى دى، د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې سرغړونو ته په كې ځاى وركړل شوى دى.

پدې راپور كې د تل الخميس د سيمې په مربوطاتو كې د حسينيې په نامه عربي كلي كي هغه پلټنې هم خپرې شوي دي چې د سيمې د خلكو سره د مخامخ مركو پر اساس ترسره شوې دي. د راپور له مخې د ۲۰۱۴م كال د جون له مياشتې د ۲۰۱۵م كال تر جونه پورې د كلي سټلايټي انځورونه سره پرتله شوي دي. پدې كلي كې ۲۲۵ كورونه وو چې د يو كال په موده كې ددې كورونو ۹۴ سلنه يې ويجاړه شوې او يواځې ۱۴ ودانۍ جوړې پاتې دي.

د بښنې د نړيوال سازمان يوې كار كوونكې لېما فقيه  څرګنده كړه چې `` د پي واى ډي/ واى پي جي ډلې له خپلو كليو او كورونو نه د ملكي وګړو په شړلو سره چې د هېڅ ډول نظامي منطق په اساس د توجېه وړ نه ده، د بشريت پر وړاندې د جناياتو جرم ترسره كوي. ``

 

ماشومان سرتېري

د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې منسوبين تر خپل كنترول لاندې سيمو كې  د ترهګري فعاليتونو په پايله كې يو زيات شمېر ماشومان هم نيولي دي او له دوى د سرتېرو په توګه د جګړې په لومړنيو كرښو كې استفاده كوي.

يو زيات شمېر نړيوال تړونونو ( د بېلګې په توګه د جګړې پر مهال د ملكي وګړو د ژغورنې په موخه د ژېنېف تړون چې په ۱۹۴۹م كال كې لاسليك شوى دى او د همدې تړون ضميموي پروتوكول، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د ۱۹۸۹م كال تړون او ضميموي تړون) حكم كوي چې په جګړه كې د سرتېرو په توګه له ماشومانو ګټه اخيستل ممنوع دي. خو د پي واى ډي/ واى پي جي ډلې تل پر دې ممنوعيت پښې ايښې دي. پدې اړه يو زيات شمېر خپلواكو نړيوالو سازمانونو راپورونه خپاره كړي دي.

د ملګرو ملتونو د سوريې د څېړنو خپلواك كمېسيون د ۲۰۱۳م كال د آګست په مياشت كې په خپرو كړي راپور كې ليكلي دي چې د عفرين او حسكه په سيمو كې د پي واى ډي/ واى پي جي ډلې ۱۲ كلن هلكان او نجونې د سرتېرو په توګه پخپلو ليكو كې جذب كړي دي.[5]

په سوريه كې د ماشومانو او وسله والو نښتو تر نامه لاندې د ملګرو ملتونو په راپور كې راغلي دي چې د حسكه په سيمه كې د ۱۴ – ۱۷ كلونو ترمېنځ ماشومان د  ترهګرې ډلې لخوا د سرتېرو په توګه روزل كيږي. دا كسان په امنيتي پوستو او د جګړې په لومړۍ كرښه كې كارول كيږي.[6]

د ۲۰۱۶م كال د جون په مياشت كې د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا هم د انسان د سوداګرۍ تر نامه لاندې راپور خپور شوى دى چې په كې د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرې ډلې فعاليتونو ته هم ځاى وركړل شوى دى. د راپور له مخې دا ډله  هغه نجوني او هلكان چې عمرونه يې تر ۱۵ كلونو ټيټ وي په نظامي كمپونو كې ساتي، ورته نظامي زده كړې وركوي او د جګړې لپاره يې روزي. د راپور له مخې د ۲۰۱۵م كال د اپرېل په مياشت كې په عفرين كې يوه ۱۶ كلنه نجلۍ د هغې د كورنۍ د ټولو نيوكو سره سره د پي واى ډي/ واى پي جي ترهګرو لخوا وتښتول شوه. [7]

د بشري حقونو د څارنې د سازمان لخوا په ۲۰۱۴م كال كې د `` د كردانو تر ادارې لاندې`` په نامه يو راپور خپور شوى دى چې په كې راغلي دي چې  د پي واى ډي/ واى پي جي – واى پي جې ډلو تر ۱۸ كلونو د لږ عمر لرونكي ماشومان د جګړې ډګر ته لېږلي دي. ددې سازمان د معلوماتو له مخې د هغو ۵۹ تنو ماشومانو لست يې ترلاسه كړى دى چې د دوى نه د ۱۰ تنو عمرونه يې تر ۱۵ كلونو ټيټ دي.

 

 

 



اړوند خبرونه