په قزاقستان کې ستره فاجعه رامنځته شوه
په قزاقستان کې د مساپرو په بس کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته شوه.
891049
په قزاقستان کې په یو مساپر وړونکې بس کې د اورلګیدنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۵۲ تنه مړه او یواځې ۵ تنه ټپي ژغورل شوي دي.
د قزاقستان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې نن پنجشنبه د سهار د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د هیواد په شمال لویدیځ کې اقتوبه په سیمه کې د ازبکستان سره په پوله کې په یو مساپر وړونکې بس کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
په پیښه کې وژل شوي مساپر ټول د ازبکستان وګړي دي. ویل کیږي وژل شوي د ازبکستان کارګر وو چې روسیې او قزاقستان ته د کار په خاطر تللي وو.
د پیښې قربانیان ټول سوځیدلي دي . موټر د حرکت په حال کې اور اخیستی دی.