ترکیې د دفاعي صنایعو ، ملي وسلو او تکنالوژۍ په برخه کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.
ترکیې د تحت البحري کښتیو ضد کوچنۍ جنګي کښتۍ جوړه کړه.
ترکیې د دفاعي صنایعو ، ملي وسلو او تکنالوژۍ په برخه کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.
ترکیې د تحت البحري کښتیو ضد کوچنۍ جنګي کښتۍ جوړه او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اوبو ته ښکته کړه.
پدې مراسمو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د ملي دفاع وزیر فکري اشق، لوی درستیزوال ستر جنرال خلوصي اکار، د سمندري ځواکونو عمومي قومندان او یو زیات شمیر ملکي او عسکري چارواکیو ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل « ترکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې باید څارونکي پر ځای په څارل کیدونکي ، مصرف کوونکي پر ځای په تولیدونکي او د تکنالوژۍ او نواورۍ په برخه کې د یو مشر هیواد موقف ترلاسه کړي. ځکه چې دا زمونږ جدي اړتیا ده. که چیرې خپلې عاجلې اړتیاوې د بهر نه هم تامینوو خو ددې ترڅنګ باید خپله ټوله پاملرنه او اصلي پلانونه ملي تولیداتو ته راوګرځو. که چیرې د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې مونږ دا لاره غوره کړي نوی ، نن ورځ په سرپټه توګه په هیواد د لګیدلو تحریمونو له امله به مو نه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او نه هم د هیواد نه بهر د عسکري عملیاتو توان او طاقت درلودی. »
ولسمشر اردوغان زیاته کړه که د هر سبب له امله په ترکیه کې د دفاعي صنایعو د ودې او پرمختګ پر وړاندې څوک د خنډونو جوړولو هڅه وکړي د هغوې پر وړاندې به هیڅوخت حوصله ونکړو. د دا ډول دریځ او چلند د خاوندانو پر وړاندې به شخصآ پخپله ودریږم. انشاالله چې د هیواد د امنیت له پلوه د ځانګړي اهمیت خاوندو پروژو شمیره به لوړه او دوام به ورکړو .
ولسمشر اردوغان وویل چې د الله په مرسته به د جنګي الوتکو لیږدونکي جنګي بیړۍ به هم جوړه کړو. پدې برخه کې عظیمه او کلکه اراده لرو او هیڅډول تردد او تشویش نلرو.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.