د ترکیې د شرناک په ولایت کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پې کاکا ترهګرې ډلې د شرناک ولایت د ګابار په غره کې په امنیتي ځواکونو چې په تصفیوي عملیاتو بوخت ول بمي برید وکړ.

په پیښه کې ۳ تنه سرتیری شهید او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینې د ترکیې غږ راډیو ته ویلي دي چې « امنیتي ځواکونو د شرناک ولایت د ګابار د غره په سیمه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف عملیات پیل کړي وو چې د سیمې نه د تیریدو پر مهال پرې چاودنه وشوه. ترهګرو په د سړک په غاړه ځای په ځای کړي چاودیدونکي توکي د امنیتي ځواکونو د تیریدو پر مهال وچول. »
په چاودنه کې درې تنه سرتیري شهید او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان د شرناک ولایت دولتي روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. په سیمه کې د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.