پر ايران د تركيې سخته نيوكه

د بهرنيو چارو د وزارت وياند حسين مفتو اوغلو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د خپل ايراني سيال بهرام قاسمي هغه څرګندونې چې ګويا تركيه په سيمه كې د بې ثباتۍ لامل دى، رد كړې او په سختو ټكو يې وغندلې.

676450
پر ايران د تركيې سخته نيوكه

 

د بهرنيو چارو د وزارت وياند حسين مفتو اوغلو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د خپل ايراني سيال بهرام قاسمي هغه څرګندونې چې ګويا تركيه په سيمه كې د بې ثباتۍ لامل دى، رد كړې او په سختو ټكو يې وغندلې.

مفتو اوغلو په ايران كې د مېشتو ځينو افغانانو ته چې د لشكر فاطميون تر نامه لاندې په سوريه كې د بشار اسد د رژيم په پلوۍ جګړه كوي، په اشارې سره څرګنده كړه ``ايران په خپلو هېواد كې  مېشتو كډوالو نه هم د جګړې په ميدان كې د ګټې پورته كولو نه امتناع نه كوي خو بيا پر تركيې د سيمې د بې ثباتۍ تور لګوي. دا تورونه د تركيې لخوا په كلكو ټكو غندل كيږي او په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.``

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند بهرام قاسمي څرګنده كړې وه چې د سيمې په اړه د هېواد سياست د نورو د هركلي سبب شوى دى. دا په داسې حال كې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان او د اسلامي همكاريو د سازمان په ګډون نړيواله ټولنه په سيمه كې د ايران پر سياستونو باندې سختې نيوكې او شكايتونه كوي.

د بهرنيو چارو د وزارت وياند وويل چې `` ايران ددې پر ځاى چې پر نورو هېوادونو باندې تورونه ولګوي، بايد د سيمې په اړه په خپل سياست له سره غور وكړي او سوله ايزه لار غوره كړي.

د يادولو وړ ده چې يو شمېر افغانان چې په ايران كې كډوال دي د لشكر فاطميون تر نامه لاندې يې وسلې اخيستې او  د ايران تر مستقيمې اغېزې او ملاتړ لاندې په سوريه كې د بشار اسد د رژيم په پلوۍ جګړه كوي.



اړوند خبرونه