د ترکیې  د انتالیا  په ولایت کې چاودنه وشوه.

د ترکیې د انتالیا ولایت  د سوداګریزو صنایع خونو د ودانۍ د موټرو په پارکینګ کې  چاودنه وشوه.

596262
د ترکیې  د انتالیا  په ولایت کې چاودنه وشوه.

د ترکیې  د انتالیا  په ولایت کې چاودنه وشوه.

د ترکیې د انتالیا ولایت  د سوداګریزو صنایع خونو د ودانۍ د موټرو په پارکینګ کې  چاودنه وشوه.

ویل کیږي د چاودنې غږ  د ښار په مرکز کې هم  اوریدل شوی دی.

په پیښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

همداشان د چاودنې لامل  هم  ناګرځند  دی. د چاودنې نه وروسته  امبولانسونه  سیمې ته  استول شوي دي.

په چاودنه کې  د څو تنو  په سطحي  ډول د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .

د بله پلوه  د انتالیا د ولایت ښاروال خبریالانو ته ویلي دي « د چاودنې  لامل  معلوم  ندی. د الله په فضل چې  په چاودنه کې چاته ځاني  زیان ندی اوښتی. څو تنه په سطحي  ډول سره ټپیان شوي دي چې  په ولاړه  تداوي شوي دي. پولیس  د چاودنې د لامل د معلومولو په خاطر تحقیقات کوي. »

 



اړوند خبرونه