د ناقانونه افغان كډوالو نيول كېدل
د تركيې په سوېل كې د موغلا د ولايت د بودروم د ولسوالۍ په مربوطاتو كې ۶۲ تنه ناقانونه كډوال چې غوښتل يې يونان ته واوړي د پوليسو لخوا ونيول شول.
579736
د تركيې د ساحلي امنيت د قوماندانۍ د معلوماتو پر اساس نيول شوو كسانو د يوې كوچنۍ بادي كيښتۍ په واسطه كوښښ كولو چې د يونان ټاپوزمو ته واوړي. د نيولو شوو كسانو ډېرى يې افغانانان دي خو يو شمېر پاكستانيان هم پدې ډله كې شامل دي.
د عملياتو په ترڅ كې درې تنه قاچاق وړونكي چې د ګرجستان د هېواد تابعيت لري هم نيول شوي دي.
ټاكل شوې ده چې نيول شوي كډوال به بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.