ترکیې د غزې لپاره مجعز روغتون جوړ کړ
په غزه کې د ترکیې او فلسطین د دوستۍ روغتون په نږدې راتلوونکي کې په فعالیت پيل کوي
ترکیې د غزې لپاره په پرمختللو طبي وسایلو سمبال مجعز روغتون جوړ کړ. ترکیې د غزې خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په خاطر په خپله غزه کې لاس په کار پورې کړ.
د ترکیې د همکاریو او همغږۍ اژانس تیکا په غزه کې د ترکیې او فلسطین د دوستۍ روغتون جوړ کړ. د ویلو ده چې د روغتون ساختماني چارې په وروستۍ مرحله کې قرار لري. تمه کیږي چې نوموړی روغتون د راتلونکې کال په لومړنیو میاشتو کې په فعالیت پيل وکړ.
په فلسطین کې د تیکا د دفتر مشر په غزه کې د نوموړي روغتون د ساختماني چارو نه د لیدنې نه وروسته د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې « په غزه کې د ترکیې او فلسطین د دوستۍ روغتون د مهمو پروژو نه یوه ده . دا روغتون د فلسطین په کچه تر ټولو لوی او په پرمختللو طبي سامان آلاتو جوړیدونکی لومړنی روغتون دی.»
هغه وویل چې د نوموړي روغتون په ساختماني چارو څه باندې ۴۰ میلیونه ډالره په مصرف رسیدلي دي. همداشان د روغتون د طبي سامان آلاتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې شوي دي.
هغه وویل چې دا روغتون به په عینې حال کې د علمي څیړونو په برخه کې هم فعالیت وکړي. دا څیړنې به د تیکا او اسلامي پوهنتون په مرسته ترسره کیږي.
د یادولو وړ ده چې اسراییلو په ۲۰۱۴ کال کې په غزې د بریدونو له امله په سلګونو تنه ټپیان شوي وو چې ځیني د تداوۍ په موخه د هیواد نه بهر استول شوي وو. پدې چوکاټ کې ۱۲۳ تنه ترکیې ته راوړل شوي وو. ترکیې پخپله غزه کې د غزې د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په خاطر نسټوني بډ وهل.
په فلسطین کې د تیکا دفتر مشر بولنت کورکمز وویل چې د غزې د روغتون او ترکیې د روغتونونو ترمنځه به د همکارۍ تړونونه لاسلیک شي. دا روغتون به په ځانګړې توګه د جراحۍ په برخه کې فعالیت وکړي.
هغه وویل چې پدې روغتون کې به د سرطان او قلب د ناروغانو لپاره ځانګړې څانګې جوړې شي. همداشان په روغتون کې یو پټنځای، جومات او لوی کتابتون هم جوړیږي.