د تاريخ مخه بدله شوه

په تركيه كې د كودتا ناكامېدل د منځني ختيځ د سيمې د تاريخ مخه هم بدله كړه. ددې تاريخي بري اهميت دومره ډېر دى چې د ټولنې د هر قشر لخوا درك شوى دى.

536494
د تاريخ مخه بدله شوه

 

په تركيه كې د كودتا ناكامېدل د منځني ختيځ د سيمې د تاريخ مخه هم بدله كړه. ددې تاريخي بري اهميت دومره ډېر دى چې د ټولنې د هر قشر لخوا درك شوى دى.

په لبنان كې د حزب الله پخوانى سرمنشي شيخ طفيلي وايي چې د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا د ناكامېدلو نه وروسته د منځني ختيځ او افريقا تاريخ بدل شوى دى. د نوموړي په اند دې كودتا نه يواځې د تركي ولس پر راتلونكې بلكې د ټولې سيمې په راتلونكې باندې منفي اغېزه كوله. طفيلي وويل چې `` د كودتا د شپې نه وړاندې او وروسته تاريخي بهير بدلون موندلى دى.``

شيعه ديني عالم وايي چې په تركيه كې د كودتا ماتې خوړل ځكه اهميت لري چې د هغه امپراتورۍ وراثت ور تر غاړې دى چې څو پېړۍ يې سيمه اداره كړې ده. پدې ډول ددې كلا سقوط به ټوله اسلامي نړۍ پرېشانه كړې واى.

شيخ طفيلي څرګنده كړه چې ``د كودتا  نه د خبرېدو وروسته په دې ښه پوه شوم چې دا جګړه زموږ په تاوان ده. ډېره ووېرېدلم. د رجب طيب اردوغان د ټپي كېدلو او يا هم د نيول كېدو وېره را سره وه. نه يواځې زه بلكې ټول اسلامي امت دا وېره درلودله. كاشكې د كودتا په شپه په تركيه كې واى او هلته شهيد شوى واى.`` 



اړوند خبرونه