سوري كډوالو ته كورونه هم وركول كيږي.

ولسمشر رجب طيب اردوغان سوري كډوال ته د تابعيت د وركولو تر څنګ د استوګنځايونو د جوړولو د ادارې لخوا جوړ شوي، د كورونو د وركولو زيرى هم وركړ.

527087
سوري كډوالو ته كورونه هم وركول كيږي.

 

اردوغان چې د ناټو په سرمشريزه كې د ګډون نه وروسته هېواد ته د ستنېدو پر لار خبريالانو ته وويل چې په هغه پلان كار كوي چې د سوري كډوالو لپاره د اپارتمانونو د جوړولو چارې په كې په نظر كې نيول شوي دي.

اردوغان وويل `` لكه څرنګه چې يو تركي هېواد د جرمني يا امريكا د تابعيت د ترلاسه كولو سره له يو شمېر حقونو برخمن كيږي، سوري هېوادوال به هم د تركيې د تابعيت د ترلاسه كولو سره د ورته حقونو نه برخمن شي. سربېره پر دې سوري كډوال د كلونو راهيسې په دې سيمه كې د ملګرتيا، ورورولۍ او خپلوۍ په فضا كې ژوند كوي.  د سوري هېوادوالو لپاره تابعيت به د تركيې په څېر هېواد ته زيان ونه رسوي.``

اردوغان وويل چې `` دا ملت د ۷۹ ميليونو نفوسو سره په ۷۸۰ زره كيلومتره مربع مساحت كې ژوند كوي. د جرمني مساحت زموږ نيمايي هومره دى خو نفوس يې ۸۵ ميليونه دي. ددې امله داسې ستونزه نشته دى چې موږ دې ورسره لاس او ګرېوان شو.``

ولسمشر دا هم وويل چې موږ نشو كولاى چې د كلونو كلونو لپاره كډوال په كمپونو كې په ژوند كولو محكوم كړو. ``د تركيې د استوګنځايونو د جوړولو اداره اوسمهال تش اپارتمانونه لري. لكه څرنګه مو چې د آخيسكا تركانو ته كورونه وركړل همداسې به يې سوري كډوالو ته هم وركړو.  سربېره پر دې د استخدام په برخه كې به د كډوالو سره مرسته وكړو.``



اړوند خبرونه