د لېپانتو جګړه، د جسارت او كور ته د سنېدلو دوه كيسې

د لېپانتو جګړه چې په ۱۵۷۱م ميلادي كال كې د عثماني امپراتورۍ او د اروپا د صليبي لښكرو ترمېنځ ترسره شوه، د عثمانيانو او اروپا ترمېنځ د تاريخي اړيكو تر ټولو مشهوره بېلګه ده.

455118
د لېپانتو جګړه، د جسارت او كور ته د سنېدلو دوه كيسې


د لېپانتو جګړه چې په ۱۵۷۱م ميلادي كال كې د عثماني امپراتورۍ او د اروپا د صليبي لښكرو ترمېنځ ترسره شوه، د عثمانيانو او اروپا ترمېنځ د تاريخي اړيكو تر ټولو مشهوره بېلګه ده. د ۱۶مې ميلادي پېړۍ راهيسې د جګړو خاطرات، احساسات او سمبولونه د اسلامي نړۍ او لوېديځې نړۍ ترمېنځ پاتې شوې ابدي نښې دي. د لېپانتو بحري جګړه نه يواځې د يوې خوا د غالبيت او د بلې خوا د مغلوبيت حكايت كوي، بلكې ددې ترڅنګ د جګړې په دواړو خواو كې يې داسې كسان سره راټول كړي ول چې هره يو يې ځانګړې كيسه ده. د لوديځ د ادبياتو نامتو اسپانوي ليكوال ميګوېل سېروانتيز او د عثماني امپراتورۍ شاعر او مورخ محمود هندي ددې مشهورې جګړې دوه سمبولونه دي.

د اتريش د هېواد د ډان جان تر قوماندې لاندې د اروپا صليبي ځواكونه د نني يونان د لېپانتو په خليج كې د عثمانيانو د بحري ځواكونو سره مخامخ شول او د لومړي ځل لپاره يې برى خپل كړ. د اروپايانو دا برى حتى د خپلو دولتونو لپاره يې هم د تعجب وړ وو. دا ځكه چې تركانو چې د سلګونو كلونو راهيسې په اروپا كې د نه ماتېدونكي ځواك په توګه د ټولې اروپا خوښ تښتولى وو د لومړي ځل لپاره يې ماتې وخوړله.

دا په داسې حال كې ده چې د صلبيانو خوشالۍ ډېر دوام ونكړ. په همدې كال عثماني ځواكونو د قبرس ټاپوزمه له دوى ونيوله او خپل بحري ځواكونه يې له سره تاسيس كړل. د دويم سلطان سليم په نامه د عثماني پادشاه نامتو صدر اعظم سوكولو محمد پاشا په استانبول كې د وينز د دولت سفير ماركانتونيو بابارو ته د تېرې جګړې په اړه داسې وويل: `` په جګړو كې د مغلوبيت له امله زموږ او ستاسې د د خساراتو ترمېنځ توپير ډېر دى. موږ د قبرس په نيولو سره ستاسې نه لاس غوڅ كړ او تاسې د لېپانتو د جګړې د ميدان د ګټلو سره زموږ ږيره غوڅه كړه. غوڅ شوى لاس بېرته نه جوړيږي خو غوڅه شوې ږيره بېرته لا ګڼه راخيږي. كلونه وروسته د فرانسې نامتو فيلسوف ولتاير پدې اړه وليكل چې `` داسې ښكاري چې د لېپانتو كې برى د تركانو په برخه شوى وي.``

د لېپانتو جګړې له ځانه داسې خاطرات او نښې پرېښودلې چې سلګونه كلونه وروسته يې سياسي چارې او حركتونه تنظيم كړل. په را وروسته كلونو كې د جګړو په دوام كې د اتلوليو، فداكاريو، اسارت او آزادۍ كيسو زموږ ادبيات رنګين كړل. په دې موده كې د نوي نسل ذهنونه او په ځانګړي توګه د اسپانويانو او عثمانيانو د ادبياتو كتابونه هم په همدې كيسو لا زيات روښانه شول.

د لېپانتو د جګړې د مقابل لورې د اتلانو نه يو يې هم ميګوېل سروانتېز نوميږي. د اسپانيا د هېواد نامتو ليكوال او اديب په ۱۵۷۱م ميلادي كال كې د عثمانيانو پر وړاندې د جګړې په موخه د صليبي اوردو په ليكو كې ځان شامل كړ. د ناروغۍ او د جګړې د قوماندان د خبرداريو سره سره يې په نښتو كې برخه واخيستله او كيڼ لاس يې ټپي شو. وروسته يې دا ټپ د ځان لپاره د خداى لخوا يو احسان وباله او ويې ويل چې په دې ډول يې ښي لاس يواځې د ليكلو لپاره پاتې شوى دى. سيروانتېز په ټول غرور سره د لېپانتو د جګړې نه يادونه كوله. كلونه وروسته دا نامتو ليكوال د مديترانې په بحيره كې د الجزايري مسلمانانو لخوا وتښتول شو. وروسته يې ۵ كاله په الجزاير كې په زندان كې تېر كړل چې خپل نامتو آثار لكه `` د الجزاير بندي``، `` د الجزاير زندانونه`` او ``ډان كيشوت`` كتابونه په زندان كې د خپل عمر په اړه وليكل. مېګوېل سروانتيز په ۱۵۸۱م كال كې د فديې د وركولو په پايله كې خوشې شو.

د نامتو اسپانوي ليكوال د اسارت ۵ كلنه دوره په خپل هېواد كې د بحث ډكه وه. يو زيات شمېر پوښتنې وې چې بايد ځواب يې موندل شوى واى. د بېلګې په ډول آيا مېګوېل مسلمان شوى دى؟ خپل دين ته يې سپكاوى كړى دى؟ او داسې نورې پوښتنې د هر چا لپاره مطرح وې.

مېګېول سروانتېز ۴ ځله كوښښ وكړ چې د عثماني امپراتورۍ تر حاكميت لاندې الجزاير نه وتښتي خو هر ځلې چې به نيول كېده، چا ورسره بد چلند نه كولو. حتى په سيمه كې د عثماني امير حسن پاشا لخوا تقدير كېده هم. دا تقدير د اسپانويانو لپاره معما وه. هغه د خپل محكوميت په موده كې په زندانونو كې د عيسوي، يهودي او مسلمانو بنديانو سره د حكامو د چلند په ليدلو سره د اسلامي ټولنې په اړه څېړنې ته اړ كړ. ليكوال د اسلامي هنر، معمارۍ او په شمالي افريقا كې د خلكو د ټولنيز ژوند په اړه معلومات ترلاسه كړل.

هغه ددې فرصت وموندلو چې د يو زيات شمېر صليبي مشرانو پر بر خلاف د مسلمانانو پر وړاندې خپل قضاوت بدل او د هغوى كلتور له نږدې وپيژني.

دا ځل دې ددې جګړې بل اتل د عثماني امپراتورۍ يو تن چارواكى هندي محمود نوميږي. هندي محمود په ۱۵۱۳م كال كې د اوسنۍ تركيې د آفيون په ولايت كې زېږېدلى او بيا وروسته په عثماني دولت كې په چټكۍ سره پرمختګ وكړ. لومړى په محكمه كې قاضي شو او بيا وروسته سفير هم شو. د نوموړي ناورين هم د لېپانتو په جګړه كې پيل شو. په جګړې كې د ګډون پرمهال د صليبي ځواكونو د قوماندان ډان جان لخوا ونيول شول او د څو ورځو منډو وروسته لومړى ناپولي او بيا وروسته د روم زندان ته ولېږل شو. د محمود ژوند هم د روم په نامتو زندان كاستل سن انجلو كې بدلون وموند. هندي محمود په دې زندان كې د عثماني پادشاه بايزيد ورور جم سلطان هم وليد. جم سلطان چې د خپل پلار د مړينې نه وروسته تخت خپل ورور بايزيد ته پرېښود، اروپايانو ته يې پناه يوړه. هغه د خپل عمر ۱۳ كاله د اروپا د بېلابېلو فدرالي دولتونو په زندانونو كې تېر كړل او په ناپولي كې په ناڅاپي ډول مړ شو. هندي محمود كور ته د بېرته تګ امېد هېڅكله هم له لاسه ورنكړ. هغه په زندان كې د نورو عثماني بنديانو سره په ګډه د آزادۍ لپاره شپې سبا كولې. هغه همداراز د زندان د مسولينو نه ددې امله مننه هم وكړه چې هغوى ته يې د جمعې د لمانځه د ادا كولو اجازه وركوله. محمود له زندانه ځانله عبادتخانه جوړه كړه.

هندي محمود په زندان كې د روم د امپراتورۍ ټولې روانې چارې تعقيب كړې او په خپل منظوم كتاب كې يې وليكلې. هغه د صلبيانو د قوماندان ډان جان د نېك چلند نه مننه وكړه.

كلونه وروسته د عثمانيانو او د صليبي ځواكونو ترمېنځ د اسيرانو د تبادلې پر مهال خوشې شو. هغه مهال ۶۰ كلن وو. د خپل عمر پاتې برخه يې د قصص الانبيا په ليكلو تېره كړه.

د محمود او سروانتېز دواړو لپاره خپل كور ته بېرته تګ كيسه او يو ځل بيا زېږېدل د ژوند سرچينه وه. دواړه د جلا جلا انساني خويونو سره سره د اسارت د كلونو پر مهال د صبر او استقامت جلا سمبولونه بلل كيږي. همداراز د اسارت په كلونو كې د دواړو ليكوالو د توان او طاقت سرچينه يوه وه. هغه هم امېد، ايمان او متانت دي. تر ننه پورې د دواړو د نومونو يادېدل هم د همدې خصوصيت څرګندويي كوي.



اړوند خبرونه