داوود اوغلو : د انقرې د برید فاعلین تثبیت شوي دي

داوود اوغلو : د انقرې د ځانمرګي برید فاعلینو نومونه به هر څه ژر اعلان شي

451031
داوود اوغلو : د انقرې د برید فاعلین تثبیت شوي دي

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د انقرې د ځانمرګي برید په اړه وویل چې د برید فاعلین او ترسره کوونکی ترهګری سازمان تثبیت شوي دي. هغه وویل چې د برید په تړاو تر اوسه پورې ۱۱ تنه نیول شوي دي.

د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د خپلې میرمنې ساره داوود اوغلو، روغتیا وزیر محمد موذن اوغلو او د عدالت او پراختیا ګوند د مرستیال عمر چلیک په ملګرتیا په روغتون کې د انقرې د ځانمرګي برید د ټپیانو نه لیدنه وکړه.

لومړي وزیر داوود اوغلو وروسته د نوموړي ځانمرګي برید په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. لومړي وزیر وویل چې د ترسره شوو څیړونو په پایله کې د برید فاعلین او ترسره کوونکی ترهګری سازمان تثبیت شوي دی. دم ګړۍ د DNA د معایناتو چارې دوام لري. ددې معایناتو د پایته رسیدو سره سم به انشاالله چې د برید د فاعلینو نوم او هویت او هغه ترهګري سازمان چې دا برید يی ترسره کړی دی د ټولو سره شریک کړو.

لومړي وزیر داوود اوغلو پې کاکا ترهګرې ډلې ته په اشارې سره وویل چې راټول شوي ټول دلایل او استخبارات یو ترهګری ډله په نښه کوي. جدي دلایل او شواهد شتون لري .

هغه وویل چې د پیښې په اړه د ټولو څیړونو د پایته رسیدو نه وروسته لا غوڅ او وروستي معلومات د هیوادوالو سره شریک کړو.

لومړي وزیر وویل چې تر اوسه پورې د نوموړي برید په تړاو ۱۱ تنه نیول شوي دي او څیړنې ترینه دوام لري.

هغه وویل چې انشاالله ددې برید تر شا لاس لرونکې ټول شبکه به یو یو تثبیت او ونیول شي. هغه وویل چې دم ګړۍ په لاس کې کافي اسناد او شواهد او معلومات لرو خو بیا هم باید لږ د صبر نه کار واخلو. د ټولو څیړونو د پایته رسیدو سره سم به د برید کوونکو نومونه ، هویت او د هغوې باران هم په ډاګه کړو. هغه وویل چې دم ګړۍ ددې جنایت او ترهګرۍ د شبکو پر وړانډې جدي څیړنې دوام لري.

د یادولو وړ ده چې په نیول شوو کسانو کې د انقرې د ځانمرګي برید کوونکې کورنۍ هم نیول شوي دي. د انقرې ځانمرګی برید د دوو تنو چې یوه نجلۍ چې د پوهنتون محصله وه او یو تن نارینه لخوا ترسره شوی دی.



اړوند خبرونه