له ايرانه د تركيې د لومړي وزير مهمه ليدنه

د تركيې لومړى وزير احمد داوود اوغلو تېره شپه د يوې رسمي ليدنې په موخه د ايران پلازمېنې تهران ته ورسېد.

444962
له ايرانه د تركيې د لومړي وزير مهمه ليدنه


د تركيې لومړى وزير احمد داوود اوغلو تېره شپه د يوې رسمي ليدنې په موخه د ايران پلازمېنې تهران ته ورسېد.

ټاكل شوې ته چې داوود اوغلو به په تهران كې د ايران د ولسمشر حسن روحاني او لومړي مرستيال اسحاق جهانګيري سره جلا جلا ليدنې وكړي.

د ليدنې پرمهال به د دواړه اړخيزو اړيكو سربېره د انرژۍ په برخه كې د متقابلې همكارۍ او له تركيې نه د حسن روحاني احتمالي ليدنه ځاى ولري.

سربېره پر دې احمد داوود اوغلو به د ايران چارواكو سره د سوريې د كړكېچ په اړه هم بحث وكړي.

دا ليدنه په داسې حال كې ترسره كيږي چې د ايران او سعودي عربستان اړيكې ترينګلي شوي دي.



اړوند خبرونه