انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه

په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.

2128589
انګلستان په هیواد کې نوی نسل د سګرټ نه د ژغورولو په برخه کې یوه ډیره مهمه پریکړه وکړه

په برتانیا کې له ۲۰۰۹ کال وروسته زېږېدلو کسانو باندې د سګرټو پر خرڅلاو بندیز ولګول شو.

دا لایحه چې په هیواد کې د ټول  عمر  لپاره سګرټو ته د نوي نسل لاسرسی منع کوي، پرون په ولسي جرګه کې د ۳۸۳ وکیلانو په تایید سره تصویب شوه. د ویلو ده چې  یوازې ۶۷ وکیلانو د دې قانون  سره مخالفت وښود.

په دې توګه، په هیواد کې د "سګرټ څکولو څخه پاک نسل" رامینځته کولو لپاره د نوښت په چوکاټ کې، د ۲۰۰۹  کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې وروسته زیږیدلو کسانو باندې د سګرټ پلور منع شو.

د قانون له مخې، هغه ماشومان چې سږ کال ۱۵ کلن کیږي، نشي کولی په ټول ژوند کې سګرټ واخلي.

قانون په  سګرټ څکولو بندیز نه لګوي، بلکې د هغو کسانو لپاره چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ له لومړۍ وروسته زیږیدلي دي، د سګرټ محصولاتو پلور منع کوي.

د انګلستان د ملي احصایې د دفتر په وینا، د انګلستان ۱۲ عشاریه ۹ سلنه بالغ نفوس چې ۶ عشاریه ۴ میلیونه کیږي سګرټ څکوي.

ورته بندیز په نیوزیلینډ کې هم تصویب شوی وو مګر د قانون پلي کیدو دمخه د نوي ایتلافي حکومت لخوا لغوه شو.



اړوند خبرونه