نوې څیړنه : د وینې د معاینې سره د وجود ارګانونو عمر معلومیدلی شي

اوس د وینې معاینې سره، د خپل وجود هغه ارګانونه چې په چټکۍ سره او یا په کلاره کلاره زړیږي کولی شۍ معلوم کړۍ.

2073810
نوې څیړنه : د وینې د معاینې سره د وجود ارګانونو عمر معلومیدلی شي

اوس د وینې معاینې سره، د خپل وجود هغه داخلي ارګانونه چې په چټکۍ سره او یا په کلاره کلاره زړیږي کولی شۍ معلوم کړۍ.

د امریکا  د سټینفورډ پوهنتون څیړونکو څرګنده کړه چې د وینې معاینې سره د وجود په  ۱۱ داخلي ارګانونو  او نسجونو کې د پروټینونو معاینه کولو سره دا معلومه کیدی شي چې ایا دا ارګانونه په چټکه او که په کلاره کلاره زړیږي.

د پوهنتون په ویب پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، څیړونکو په نږدې ۵۷۰۰ تنو لویانو باندې د وینې معاینې ترسره کړي او په ۱۱ مهمو ارګانونو او نسجونو کې یې په سلګونو پروټینونه معاینه کړي چې په کې دماغ، زړه، سږي، ځيګر، کولمې، پښتورګې، د وینې رګونو، د معافیت سیسټم، ، پانقراص او غوړ نسج  او عضلات شامل دي.

څیړونکي مطالعه کوي چې ایا دا ارګانونه په چټکۍ سره او یا په کلاره کلاره  زړیږي.

 د وینې معاینې له لارې د وجود د هغه ارګانونو معلومول چې په چټکۍ سره زړیږي د احتمالي ناروغیو کلینیکي نښو څرګندیدو دمخه د درملنې لپاره لارښود چمتو کولی شي.

څیړونکو راپور ورکړی چې هغه خلک چې د بدن غړي لکه دماغ، پښتورګي او زړه "ژر زړیږي" د نورو په پرتله د دې ارګانونو سره تړلې ناروغۍ ډیر خطر لري.

څیړونکو یادونه وکړه چې هغه کسان چې د وجود ارګانونه يي د هغوې د همزولو په پرتله لا په چټکۍ سره زړیږي  د ناروغۍ خطر پکې ډیر لوړ دی.  څیړونکو ویلي دي چې په مطالعه کې دا معلومه شوې ده چې د ۵۰ کلونو او لوړ عمر لرونکو هرو ۵ تنو نه د یو تن د وجود ارګانونه د نورو په پرتله په چټکۍ سره زړیږي.

همداشان دا څیړنه د نیچر په ژورنال کې هم خپره شوې.



اړوند خبرونه