د سرطان د ناروغۍ د تداوۍ په برخه کې د هیلو ډک  پرمختګ رامنځته شوی.

د سرطان د ناروغۍ د واکسین په برخه کې ډیر مهم پرمختګ شوی دی

2055122
د سرطان د ناروغۍ د تداوۍ په برخه کې د هیلو ډک  پرمختګ رامنځته شوی.

د سرطان د ناروغۍ د تداوۍ په برخه کې د هیلو ډک  پرمختګ رامنځته شوی.  

د بیوان ټک د درملو د شرکت بڼسټ ایښودونکو اوغور شاهین او اوزلم توره جي د اسپانیا  په پلازمینه مادرید کې جوړ شوي  د اروپا  د طبي آنکولوژي په کانګره کې په خپله وینا کې اعلان وکړ چې د سرطان واکسین لومړۍ پایلې چې دوی یې له ۱۵ کلونو راهیسې پرې کار کوي ډیرې هیله مندې دي. د لومړنیو پایلو څخه ترلاسه شوي چې د سرطان واکسین چې د بایونټیک لخوا جوړ شوی، سرطاني تومورونو د ودې مخه يي نیولې او حتا تومورونه يي کوچني کړي  دي.

ویل شوي چې واکسین په څلورو دوزونو کې ۴۴ ناروغانو ته ورکړل شوی او په ۵۹ سلنه ناروغانو کې تومورونه لږ تر لږه ۳۰ سلنه کم شوي دي. ویل شوي چې په هغه ناروغانو چې واکسین پرې تطبیق شوی دی په سلو کې ۹۵ کې، سرطان وده دریدلې ده او حتا تومورونه کوچني شوي دي.

دا ویل شوي چې د واکسین کولو په جریان کې د هغه کسانو نه چې واکسین ورته شوی دی په ۲۳ سلنه کې ځیني عکس العملونو لیدل شوي ، او ضمني اغیزې لکه د وینې ټیټ فشار او تبه پکې لیدل شوي.

 

بایونټیک په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ پورې د شاوخوا ۱۰ زره سرطان ناروغانو درملنه وکړي.



اړوند خبرونه